یوسف پوهېده چې په خلکو کې امانتداري ډېره کمه ده.
یوسف پوهېده چې په خلکو کې خیانت ډېر دی.
یوسف لیدل چې خلک د الله تعالی په مالونو کې خیانت کوي.
ده لیدل چې په ځمکه کې ډېرې خزانې شته خو ضایع شوې دي.
ځکه ضایع شوې چې واکمنان (چارواکي) یې په اړه له خدایه وېره نه لري.
د دوی سپیان دا خزانې خوري خو خلک د خوراک لپاره هېڅ نه لري.
دوی خپل کورونه په چامو کې پوښي خو خلک اغوستن ته څه نه لري.
د ځمکې له خزانې تر هغه خلک ګټه نه شي اخیستی چې یو ساتونکی او پوه سړی پرې مقرر نه شي.
څوک چې ساتونکی وي او پوه نه وي، نو نه پوهېږي چې د ځمکې خزانې چېرې دي او څنګه یې خلکو ته ګټه رسېږي.
او څوک چې پوه وي او ساتندوی نه وي، نو ترې خوري یې او خیانت پکې کوي.
او یوسف هم ساتونکی و او هم پوه.
یوسف نه غوښتل چې واکمنان دې د خلکو مالونه وخوري.
یوسف دا نه شوای زغملی چې خلک دې وږي وي او له لوږې دې ومري.
یوسف په حق ویلو سرپه نه کوله.
پاچا ته یې وویل:
﴿ته ما د ځمکې په خزانو مقرر کړه، بېشکه زه ښه ساتونکی، ښه پوه یم﴾.
همدارنګه یوسف د مصر پر خزانو یو امانتدار و.
خلک ډېر هوسا شول او د الله ثنا یې وویله.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم