مصر او شام کې لکه څنګه چې یوسف ویلي وو، لوږه وه.
د شام خلکو او یعقوب واورېدل چې مصر کې یو زړه سواند سړی دی.
او مصر کې یو سخي سړی دی. دی د ځمکې پر خزانو مقرر شوی.
خلک هغه ته ورتلل او غله دانه یې ترې اخیسته. یعقوب هم خپل زامن له پیسو سره مصر ته ولېږدل چې غله دانه پرې راونیسي.
بنیامین له خپل پلار سره پاتې شو؛ ځکه چې یعقوب ډېره مینه ورسره لرله. نه یې غوښتل له ځانه یې لیرې کړي او یعقوب وېرېده داسې کوم څه به پرې وشي لکه په یوسف چې وشول.
د یوسف وروڼه یوسف ته ورغل، خو دوی نه پوهېدل چې ګنې دا یې ورور یوسف دی.
نه پوهېدل دا هغه یوسف دی چې په کوهي کې و.
دوی ګومان کاوه چې ګنې هغه مړ شوی.
په کوهي کې څنګه نه دی مړ شوی.
د څنګل په یوه څاه کې، داسې ځنګل چې وېروونکی و.
په هغه شپه، ډېره تیاره وه.
﴿او د یوسف وروڼه راغلل، نو به ده ورننوتل، نو ده هغوی وپېژندل او هغوی ده لره ناپېژندونکي وو﴾.
دوی یوسف نه پېژانده، خو یوسف دوی پېژندل.
یوسف پوهېده چې دوی هماغه دي چې دی یې په څاه کې اچولی و.
او دوی هماغه دي چې د هغه (یوسف) وژل یې غوښتل، خو الله تعالی وساته.
خو یوسف دوی ته هېڅ ونه ویل او رسوا یې نه کړل.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم