قوم پخپل خوراک، څښاک او بېګټې کارونو کې ډوب و.
دوی د دنیا په ژوند کې غرق او راضي و او پرې ډاډمن وو.
د هود له خبرو یې زړه تنګ شوی و او ځینو به نورو ته ویل:
هود څه وايي؟ هود څه غواړي؟ موږ یې په خبره نه پوهېږو!.
دوی ویل: هغه ناپوه یا لېونی دی!
کله چې بیا هود دعوت ورته وکړ، د قوم اشرافو وویل:
﴿بېشکه موږ خامخا تا په بېوقوفۍ کې وینو او بېشکه موږ خامخا په تا ګومان کوو له دروغجنو څخه﴾.
﴿هغه وویل: ای زما قومه! په ما کې هېڅ بېوقوفي نشته او لېکمن زه د رب العالمین رسول یم﴾.
﴿زه تاسو ته د خپل رب پیغامونه رسوم او زه ستاسو لپاره خیرخواه، امانتدار یم﴾.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم