کله چې یوسف ته استازی راغی او وویل چې پاچا غوښتی یې! یوسف راضي نه و چې له زندانه دا ډول ووځي.
او خلک به وايي چې دغه یوسف! پرون زندان کې و، هغه له عزیز (د مصر له پاچا) سره خیانت وکړ.
د یوسف نفس ډېر لوی و، د لوی عقل څښتن او ذکي سړی و.
که یوڅوک د یوسف پر ځای وای او زندان کې او د پاچا استازی ورته راغلی وای او ورته ویلي یې وای چې پاچا دې غواړي او ستا په انتظار دی، نو دا سړی به له زندانه چټک وتلی وای.
خو یوسف بیړه ونه کړه.
بلکې د پاچا استازي ته یې وویل: غواړم څېړنه وکړم، زما د قضیې په اړه تحقیق غواړم.
پاچا له یوسف وپوښتل او پاچا او خلک پوهېدل چې یوسف بري (بېګناه) دی.
یوسف له زندانه پاک ووت او پاچا یې اکرام وکړ.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم