نوح زښت ډېر زیار ویوست او ډېره اوږده موده یې خپل قوم ته دعوت وکړ.‌

نوح په خپل قوم کې نهه نیم سوه کاله دعوت وکړ او د الله ﷻ لوري ته یې بلل.

خو د نوح قوم اېمان را نه وړ.

او د بوتانو عبادت یې پرېنښود او الله تعالی ته راونه ګرځېدل.

نو نوح به تر کله ورته منتظر وای؟ تر کومه به یې د ځمکې فساد لیدلی؟‌

تر کومه به یې لیدل چې د ډبرو عبادت کېږي؟

تر کومه به یې خلک لیدل چې د الله روزي خوري او د بل چا عبادت کوي؟

نوح ولې په غوسه نه شو؟ هغه زښت ډېر صبر وکړ چې بل هېچا دومره صبر نه دی کړی!.‌

نهه نیم سوه کاله، الله اکبر، الله اکبر.‌

الله ﷻ نوح ته وحیې کړه چې:‌ ﴿بېشکه شان دا دی چې ستا له قومه به (څوک هم) اېمان رانه وړي غیر له هغو کسانو چې اېمان یې راوړی دی﴾.

کله چې نوح یوځل بیا قوم ته دعوت وکړ، قوم یې وویل:

﴿ای نوحه! یقیناً تا له موږ سره جګړه وکړه،‌ نو موږ (سره) جګړه دې ډېره زیاته وکړه،‌ لهذا ته موږ ته هغه (عذاب)‌ راوړه چې ته یې له موږ سره وعده کوې، که ته له صادقانو څخه یې﴾.

نوح د الله د رضا لپاره په غوسه شو او له خپل قوم نه نهیلی شو او وویل: اې زما خدایه، پر ځمکه له کافرانو یو هم مه پرېږده.‌


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم