یعقوب چې یوسف ته اجازه وکړه، وروڼه ډېر خوشحاله شول.
ځنګل ته ولاړل او یوسف یې د ځنګله په یوه څا کې واچاوه او پر کوچني یوسف یې زړه سوی ونه کړ، او نه یې پر ډېر بوډا یعقوب رحم وکړ.
یوسف ډېر کوچنی ماشوم و، زړه یې هم کوچنی و.
څا ژور و، ډېر تیاره هم و.
یوسف یوازې و.
خو الله ﷻ تعالی یوسف ته زېری ورکړ او ورته وویل: مه خپه کېږه او مه وېرېږه.
بېشکه الله ﷻ له تا سره دی او ته به یو مقام ولرې.
وروڼه به دې درته راشي او څه یې چې کړي هغه به درته ووايي.
کله چې دوی ترې خلاص شول او یوسف یې په څا کې واچاوه، راغونډ شول او وویل:
پلار ته به څه وایو؟
ځینو وویل: پلار مو وېرېده چې لېوه یې ونه خوري موږ به ورته ووایو چې رښتیا دې ویل پلاره هغه لېوه وخوړ.
وروڼه یې پر دې خبرې سلا شول او وویل ورته وایو به چې پلاره هغه لېوه وخوړ.
ځینو وروڼو وویل: نو نښه به یې څه وي؟
دوی وویل: نښه به یې وینه وي.
وروڼو یو ګډ راونیو او ذبحه یې کړ.
او د یوسف کمیس یې راواخیست او په وینو یې ولاړه.
وروڼه ډېر خوشحاله شول. وویل: اوس به یې زموږ پلار ومني.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه ()