دیني کیسې

غوره کیسه (۲۴یعقوب له یوسف سره)

کله چې سړو د یوسف کمیس کنعان ته یووړ، یعقوب د یوسف بوی حس کړ، وویل: ﴿بېشکه زه د چې مخامخ د یوسف خوشبويي محسوسوم﴾.

﴿(ده ته حاضرینو) وویل: بېشکه ته چې یې، خامخا په خپله پخوانۍ خطا کې پروت یې﴾.

خو یعقوب یو رښتینی و، ﴿نو هغه وخت چې زېری کوونکی څنګه راغی،‌نو د ده په مخ یې هغه (کمیس) واچوه، نو دی بینا شو، هغه (یعقوب) وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي؟ بېشکه زه (د الله په ښودنې) په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ﴾.

﴿هغوی وویل: ای زموږ پلاره! زموږ لپاره (له الله نه) زموږ د ګناهونو بښنه وغواړه،‌بېشکه موږ خطا کار وو﴾.

﴿هغه وویل: ژر به زه ستاسې لپاره له خپل رب نه بښنه وغواړم، بېشکه هغه، هم هغه، ښه بښونکی، بې‌حده رحم کوونکی دی﴾.

کله چې یعقوب مصر ته ورسېد یوسف یې هرکلی وکړ، د دواړو له خوشالۍ او خوښۍ مه پوښته.

دا مصر کې یوه تاریخي او مبارکه ورځ وه.

یوسف خپله مور او پلار پر پلاز (تخت) پورته کړل او دوی ټول یوسف ته په سجده پرېوتل.

یوسف وویل: ﴿دا زما د هغه خوب تعبیر دی چې مخکې (ما لیدلی) و، یقیناً هغه زما رب رښتیا وګرځاوه﴾.

﴿بېشکه ما (په خوب کې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوی ولیدل چې ما ته سجده کوونکي وو﴾.

یوسف د الله ډېره زیاته ثنا وویله.

یوسف ډېر زیات شکر ویوست.

یعقوب او د هغه اولاده مصر کې د اوږد وخت لپاره پاتې شول تر هغه چې یعقوب او مېرمن یې مصر کې وفات شول.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم

مخکنۍ لیکنه
غوره کیسه (۲۳یوسف خپل کمیس یعقوب ته استوي)
بله لیکنه
غوره کیسه (۲۵ ښه پایله)

ځواب دلته پرېږدئ