یوسف د یعقوب لیدو ته زښت ډېر تږی و، څنګه به نه تږی کېده چې جدايي یې ډېره اوږده شوه؟
او اوس له ولې صبر کوي چې پټ راز هم ښکاره شو؟
ده ته به خواړه او څښاک څنګه خوند ورکوي چې پلار یې له خوړو او څښاک خوند نشي اخیستی او خوب یې ورک دی؟
دلته پټ راز ښکاره شو، الله تعالی غوښتل چې د یعقوب سترګې سړې شي.
یعقوب له ډېرې ژړا او غم ړوند شوی و، یوسف وویل:
﴿تاسې زما دا کمیس یوسئ، نو دا زما د پلار په مخ واچوئ، هغه به بېرته بینا شي او تاسو سره له خپل اهل ټول ما ته راشئ﴾.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم