(۱) د ”وخت پاچا” په ښار کې
زما خوږو ملګرو ـ لاندې د سترګو لیدلی حال درسره شریکوم:
د ”نورستان” ولایت د ”وخت پاچا” په نامه ښار ته ولاړم.
په دې ښار کې مې ډېر خلک وپېژندل، زما نکلونو ته به یې غوږ نیولی و، د شپې تر ناوخته به مې کیسې ورته کولې.
د ”وخت پاچا” وزیر زما په چارو خبر و، خپل کور ته یې وبللم، خدای شته زما یې ډېر ‘اکرام’ او درناوی وکړ، خو راته ویې ویل چې له ناستو کسانو یې زما نوم اورېدلی، او زما لیدو ته ډېر لېواله دی.
د ”وخت پاچا” وزیر په یوه مجلس کې هغه له حاضرو کسانو وغوښتل چې ما او پاچا دوه پردوه سره پرېږدي؛ ځکه چې یوه ډېره خاصه خبره راته کوي.
‘وخت پاچا” راته وویل: پاچا ته مې وستایلې، او هغه ته به مې د یوه مېلمه په توګه ورولي.
د پاچا وزیر په دې خبره ډېر خوشحاله شوم، زما زړه هم باغ باغ کېده چې کله به مې د پاچا حضور ته بیايي.
(۲) د پاچا په حضور کې

په ”نورستان”کې له وزیر سره د ”وخت پاچا” ماڼۍ ته ولاړم.
پاچا مې تود هرکلی وکړ، او ګرم ښه راغلاست یې راته ووایه.
کله چې د پاچا په دربار کې کېښناستو، پاچا موسکی شو او راته ویې کتل او وویل: ”آیا پوهېږې ولې مې دلته رابللی یې؟”
پاچا ته مې ځواب ورکړ: ”’له خدای پرته پر غیب بل هېڅوک نه پوهېږي.”
هغه وویل: ”ستا د هوښیارۍ او ذکاوت مې اورېدلي، غواړم وادې ازمویم.”
ما ورته وویل: ”ستا ښه نظر دی.”
هغه وویل: ”یوه امیر یو ډېر ناشنا خر راته ډالۍ کړی، په خرو کې یې جوړه نه وینم، زما په نزد هم لوړ مقام لري.”
ما ورته وویل: ”ماشاء الله د ”وخت پاچا” صاحب! ښکاري چې په دې خره کې دې داسې ځانګړتیاوې موندلې چې خپل قدر یې پرې لوړ کړی دی.”
هغه وویل: ”که چېرې نور خره د خپل داسې مشر په لټه کې وي، چې هم وفادار او هم اخلاص من وي، نو له دغه خره پرته بل بدیل نه شته.”
ما ورته وویل: ”پاچا صاحب، خر دې برکتي شه، خو دغه مشر خر له ما څه غواړي؟”
(۳) د پاچا غوښتنه
پاچا وویل: ”ملا نصرالدینه، غواړم دغه خر تا ته وسپارم، ته به یې روزنه پرغاړه واخلې، شاید ستا تر لاس لاندې لیک او لوست زده کړي.”
پاچا ته مې په تعجب ځواب ورکړ: ”ګوره، توا د ښوونکي براعت به ده ته ګټور پرېوځي، لیک او لوست به زده کړای شي؟”
په موسکه خوله یې ځواب راکړ: ”دا یو ډېر ځیرک او هوښیار خر دی، چې د ګردو خرو ترمنځ یې ساری نه شته، او ستا د ذکاوت جوړه په نورو انسانانو کې نه شته.”
پاچا ته مې وویل: ”آیا تر اوسه پوهېدلی یې د ”وخت پاچا” صاحب، چې څاروي هم د انسان په څېر عقل لري؟!”
هغه راته وویل: ”ما خپل دغه خره ته تازه شوتله او صافې اوربشې ورکړي دي، فکر کوم ستا غوښتنه به ومني، که چېرې یې وروزې ترڅو د نورو په څېر یو لوستونکی ترې جوړ شي.”
د پاچا ددغه نازنین خره لپاره د هغه دې غوښتنې هک حیران کړم، خو تر لږې چوپتیا وروسته مې ورته وویل: ”ددې بار په پورته کولو به ما ته څه ګټه وي؟”
پاچا وویل: ”زما غوښتنه عملي کړه، که چېرې د خره په باسواده کولو کې بریالی شوې، زما له خوا به تا ته لس زره دیناره درکړل شي.”
(۴) بریالی سوچ
د خره د باسواده کولو په باب د پاچا د نظر په بدلولو کې بریالی نه شوم.
ځکه هغه دومره زیات مکافات راته وړاندې کړل، چې (نه) مې نه شوای ورته ویلی.
خو په دې سوچ کې شوم چې دا خر به څرنګه لوستی (باسواده) او د پاچا غوښتنه پرځای کوم؟
یو فکر راته پیدا شو، د ”وخت پاچا” له خوا یې ددې ګرانې آزموینې تر عُهدې وتلو او کامیابۍ کې مرسته راسره کولی شوای.
هغه ته مې وویل: ”ښاغلیه! غواړم شپږ میاشتې مُهلت راکړې، او هره ورځ په داسې ځای کې ستا خره ته یو درس ورزده کړم، چې هېڅوک مو نه ویني، هیله من یم چې ستا غوښتنه به پرځای کړای شم.”
د ”وخت پاچا” مخ له خوښیو ډک ښکارېده.
پاچا ما ته شپږ میاشتې وخت راکړ، او دا ټټر یې هم راته وواهه چې د خره د تعلیم په اړه به مې هره غوښتنه پوره کوي.
ما هم پر خپل کار پیل وکړ، او پوره یقیني وم چې زما مفکوره به بریالۍ کېږي، او د پاچا له خوا مکافات به ارومرو ترلاسه کوم.
له خره سره مې یو ابتکاري کار پیل کړ، په شپږو میاشتو کې مې ډېر زحمت ورسره وګاله، له خره سره په دې تجربه کې پوره بریالی شوم.
(۵) د آزموینې ورځ
له شپږو میاشتو تېرېدو وروسته مې د ”وخت پاچا” ته وویل: ”د آزموینې پر ورځ سړی یا دروند خېژي یا سپک.”
پاچا راته وویل: ”اوس به آزموینه پیل کړو!”
پاچا ځای چمتو کړ، او د آزموینې لپاره یې خلک راغوښتي وو.
ما ددې ورځې لپاره یوه لویه څوکۍ چمتو کړې وه، او یو لوی کتاب مې پرې اېښی و، چې ټولې سل پاڼې یې د غزال له پوستکي جوړې شوې وې.
خر مې راوست، او ددغه کتاب مخې ته مې ودراوه، کله چې خره کتاب ولید ژر یې سترګې پکې خښې کړې، او په ژبه یې د کتاب پاڼې یوه پر بله پسې اړولې، آن تر دې چې د کتاب وروستۍ پاڼه یې هم واړوله.
بیا خره ماته وکتل، او تر ډېره یې سترګې راته نیولې وې چې خپګان یې له ورایه په سترګو کې ښکارېده، ما د خره شا وموښله او د کامیابۍ مبارکي مې ورته وویله.
خو په حقیقت کې مې خپل ځان ته مبارکي ورکړه، چې خپل خر شاګرد مې لوستی کړ.
پاچا زما د ابتکار په خوشحالۍ په برېتونو کې وخندل او ناستو کسانو هم ورسره وخندل. پاچا له ما مننه وکړه چې ګني خر یې اوس د لوستونکو په کتار کې راغی.
(۶) د حیلې پټ راز

کله چې خلک ستانه شول، ”د وخت پاچا” خپل خاص مجلس ته وروغوښتم، او په حیرانتیا یې رانه وپوښتل: ”په خره دې څه کړي چې د کتاب پاڼې یې اړولې را اړولې؟!”
پاچا ته مې وویل: ”دې کار ته مې یوه حیله جوړه کړې وه، دا پټ راز یوازې له ما سره و او له ځان سره مې ساتلی و، دا کفایت کوي، چې زما ابتکار تا په خپلو سترګو ولید.”
پاچا راته وویل: ”پر مکافاتو دې مه وېرېږه، ژمنه شوي مکافات (لس زره دیناره) به ستا ددغه عجیب کار په مقابل کې ارومرو درکړم. خو غواړم پوی شم چې له کوم ابتکار نه دې کار اخیستی، چې زما غوښتنه دې پوره کړه؟”
پاچا ته مې وویل: ”اوس به دې په حقیقت خبر کړم، او خپل پټ راز به درسره شریک کړم، خو هیله درنه کوم چې دا پټ راز به مې هېچا ته هم نه افشا کوې.”
خره ته به مې د کتاب په هره پاڼه کې اوربشې او جوار اچول، او بیا به مې د خره مخې ته د کتاب هره پاڼه اړوله، خره به په پاڼو کې اچول شوي جوار او اوربشې خوړل…
خر زما له دې کار سره روږدی شو او هرکله به مې چې پاڼې اړولې، دده ذهن به ارومرو د جوارو او اوربشو خوا ته ولاړ.
څه موده وروسته، هرکله به چې خر وږی شو، نو د کتاب پاڼې به یې اړولې، زما له همکارۍ نه هم مستغني شو، او دا کار یې پخپله کاوه.
د کتاب پاڼې به یې تر هغو پورې اړولې چې موړ شوی به نه و.
خر له کتاب سره اشنا او ملګری شو، داسې فکر یې کاوه چې ګني کتاب یې هغه یوازېنۍ پالونکی دی چې لوږه یې ختمولی شي.
دا کار په پرله پسې تمرین ترسره شو، هرکله به چې نهیلی شوم، صبر ته به مې مراجعه وکړه، ترڅو په پای کې بریالی شوم.
ځینې وخت به مې د کتاب پاڼې له اوربشو او جوارو خالي پرېښودې، خره به چې پاڼې اړولې نو هېڅ به یې پکې نه موندل، نو د لوږې له کبله به یې نارې کړې ترڅو ما خبر کړي چې وږی دی.
د شپږو میاشتو په نژدې کېدو مې د خره واښه کم کړل، ښه مې وږی کړ، ډېر کم خوب یې هم کاوه.
دا کار مې قصداً ځکه وکړ چې خپل هدف ته ورسېږم او خپله هیله پوره کړم.
(۷) د ژمنې ورځ

له ژمنې سره سمه د آزموینې ورځ راورسېده، او خر هم سخت وږی و.
پاچا او راغوښتل شویو کسانو امتحان پخپلو سترګو ولید، خره د کتاب پاڼې یوه پر بلې پسې واړولې، ترڅو داسې څه ومومي چې خپله لوږه پرې ختمه کړي.
د کتاب پاڼې یې تر پایه واړولې،
خو څه لاسته ورنه غلل، او وهنګېده،
خو حاضرو خلکو دا فکر وکړ چې ګني خر د کتاب پاڼې د لوستلو په موخه اړوي.
که چېرې له خره سره زما د هوښیارانه کار پټ راز حاضرینو ته معلوم وای، نو پوی به وای چې خر په کتاب کې واښه لټوي، نه دا چې کتاب ولولي.
(۸) د خره په کتاب کې
د ”وخت پاچا” د ملا نصرالدین په خبرو خوشحاله شو.
هغه مکافات یې ورکړل چې ژمنه یې ورسره کړې وه، خو ملا نصرالدین ورته وویل: ”له تا مننه کوم چې له سخاوت ډک لاس دې رااوږد کړ، او خپله ژمنه دې پوره کړه.”
د ”وخت پاچا” ورته وویل: ”که چېرې دا د خره د تعلیم په اړه مکافات نه وي، نو ستا د هوښیارۍ او ذکاوت او د ښکلې حیلې لپاره مکافات دي. ستا دې کار ماته د یوه داسې څیز الهام راکړ چې پخپل سجل کې یې ولیکم ترڅو هر لوستونکی ترې مستفید شي.”
پاچا د خره کتاب راغوښت، کله یې چې کتاب راوړ پاچا پکې داسې ولیکل:
ددغه خره په اړه د ژوند ډېر عبرتونه پراته دي. په دې نړۍ کې ډېر کسان د هغه په څېر دي.
هغه څوک چې د کتاب پاڼې اړوي، خو له عقل نه پکې کار نه اخلي، معلومات یې نه یادوي او نه هم ګټه ترې اخلي، له حکمتونو او نصیحتونو یې پند نه اخلي، په اصل کې ددغه خره په څېر دی؛ چې یوازې د کتاب پاڼې اړوي خو په یوه ټکي یې هم نه پوهېږي. په نړۍ کې څومره ډېر لوستونکي دي چې له لوستلو هېڅ ګټه نه اخلي، او پر هغه څه چې پوهېږي استفاده نه ترې کوي!
(۹) د کیسې پای

ملا نصر الدین د خپلې کیسې په پای کې وویل: ”د ”نورستان” ولایت د ”وخت پاچا” په ښار کې څو ورځې پاتې شوم، پر لویو بازارونو یې راتاو شوم، ډېر ناشنا څیزونه مې تر ګوتو کړل. خپل ټاټوبي ته به څرنګه ستنېږم ځکه چې هېڅ د خوشحالۍ ډالۍ راسره نه شته، یوازې هغه یوڅو دیناره راسره دي، چې خدای تعالی پخپل کرم زما تر جیبه رارسولې دي؟
کله مې چې د سفر د موزو مزي کش کړل، باید د هغه خره وروستی زیارت مې کړی وای، چې د ده په برکت زما جیبونه هم له خیراتونو ډک شول، ورغلم چې په مخه ښه ورسره وکړم، او یا دا چې ورسره پاتې شم!
د سفر پر ټاکلې ورځ، د ”وخت پاچا” ماڼۍ ته هم ورغلم چې د سفر اجازه او خدای پاماني ترې واخلم، کله چې ورسره مخامخ شوم، ورته ومې ویل: ”غواړم یوه مشوره درکړم چې خپل قوم دې لیک او لوست ته وهڅوې؛ ځکه چې په تعلیم کې ستا مینه دې حد ته رسېدلې ده چې آن د خپل خره باسواده کول هم غواړې.”
د ”وخت پاچا” راته وویل: ”ملا نصر الدینه، ته یو ډېر لارښود حکیم یې، یو امانتدار نصیحت کوونکې یې. ستا په سپارښتنه به عمل وکړم، او د ټولو خلکو د لوستي کېدو لپاره به هلې ځلې وکړم؛ ځکه چې علم د لمر په څېر رڼا ده.”
په دې حکایت کې لاندې پوښتنې ځواب کړئ:

(پ۱) ملا نصرالدین ولې دا کیسه راته کوي؟
(پ۲) په دې کیسه کې ملا نصر الدین چېرې سفر وکړ؟
(پ۳) چا ملا نصر الدین خپل کور ته وروغوښت؟
(پ۴) پاچا ولې د ملا نصر الدین لیدو ته لېواله و؟
(پ۵) پاچا له ملا نصر الدین کوم کار وغوښت؟
(پ۶) پاچا له ملا نصر الدین سره د کومو مکافاتو ژمنه وکړه؟
(پ۷) ملا نصر الدین د پاچا د غوښتنې مقابل کې کوم څه وغوښتل؟
(پ۸) ملا نصر الدین د خره د آزموینې ورځې ته کوم څیزونه چمتو کړل؟
(پ۹) د آزموینې په ورځ خره د پاچا په مخ کې څه وکړل؟
(پ۱۰) ملا نصر الدین له خره سره له کومې حیلې کار واخیست، ترڅو یې د خلکو په ذهنونو کې یو لوستی خر معرفي کړي؟
(پ۱۱) خره ولې د امتحان په ورځ د کتاب پاڼې اړولې؟
(پ۱۲) ملا نصر الدین څرنګه وتوانېد چې خر د کتاب د پاڼو په اړولو راولي؟
(پ۱۳) خره په کومه ژبه د نهیلۍ او زړه بدۍ تعبیر کاوه؟
(پ۱۴) آیا پاچا په رښتیا باور کاوه چې ګني خر یې لوستی شوی؟
(پ۱۵) پاچا ملا نصر الدین ته کوم ژمنه شوي څیزونه ورکړل؟
(پ۱۶) پاچا د خره په کتاب کې کوم توري ولیکل؟
(پ۱۷) ملا نصر الدین د خدای پامانۍ پرمهال پاچا ته څه مشوره ورکړه؟
لیکوال: کامل کیلاني
ژباړن: هدایت الله همیم
پای
بله کیسه: (پر کباب مین والي)