او ابراهیم خپل قوم الله ﷻ ته ور وباله او د بوتانو له عبادت یې منع کړل، ابراهیم خپل قوم ته وولی: د څه شي عبادت کوئ؟
“هغوی وویل: موږ د بوتانو عبادت کوو”.
ابراهیم وویل: “ایا دوی تاسو اوري کله چې تاسو (دوی) بلئ؟.”
“یا تاسو ته نفع در رسوي، یا ضر در رسوي؟”
“هغوی وویل: بلکې موږ خپل پبلرونه موندلي دي چې همداسې به یې کول.”
ابراهیم وویل: زه ددغو بوتانو عبادت نه کوم.
بلکې زه ددغو بوتانو دښمن یم.
زه د عالَمونو د رب عبادت کوم.
“هغه چې زه یې پیدا کړی یم، نو هغه زما لارښوونه کوي.”
“او هغه چې همغه په ما خوراک کوي او په ما څښاک کوي.”
“او کله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفاء راکوي.”
“او هغه چې ما ته به مرګ راکوي، بیا به ما ژوندی کوي.”
او بوتان نه څوک پیدا کوي او نه هدایت ورته کوي.
او دوی هېچا ته خوراک نه ورکوي نه څښاک ورکوي.
او که یوڅوک ناروغ شي دوی شفاء نه ورکوي.
او دوی هېڅوک نه وژني نه یې ژوندی کوي.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه (۱۰ – د پاچا په مخ کې)