خو شیطان یوه دروازه ومونده چې په مټ یې د خلکو سرونو ته ننوځي.
خلک به له الله ﷻ نه وېرېدل او شپه او ورځ به یې عبادت کاوه او ډېر ذکر به یې کاوه.
له الله ﷻ سره یې مینه لرله او الله ﷻ له دوی سره مینه لرله او دعاء یې قبلوله او شیطان پر دې ښه پوهېده.
دا خلک مړه شول او د الله ﷻ رحمت ته ولېږدېدل!.
شیطان خلکو ته راغی او دغه خلک یې یاد کړل.
وویل: په تاسو کې فلانی او فلانی څنګه و؟ دوی وویل: پاکي ده خدای لره! خدايي خلک او ولیان وو! چې دعاء به یې وکړه قبلېده به او چې څه به یې وغوښتل ورکول کېدل.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم