شیطان وویل: نو تاسو څومره پرې خپه یئ؟

دوی وویل: ډېر.

شیطان: دوی مو څومره یادېږي؟

دوی وویل: ډېر زیات!

شیطان: نو ولې دوی ته هره ورځ نه ګورئ؟

دوی وویل: هغه څنګه، دوی خو مړه شوي دي؟

شیطان: انځورونه یې جوړې کړئ او هر ګهیځ ورته ګورئ.

خلکو د ابلیس دغه نظر خوښ شو او د نېکانو انځورونه یې جوړ کړل او هره ورځ به یې ورته کتل، کله به یې چې انځورونه کتل، نېکان ور یادېدل.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم