“او دوی خپل پلار ته په بېګاه (تیاره) کې راغلل چې ژړل یې (په دروغو سره)”.

“او دوی د هغه د کمیس له پاسره دروغجنه وینه راوړه”، وویل: دا د یوسف وینه ده!

د دوی پلار یعقوب نبي و، ډېر بوډا شوی هم و.

خو تر خپلو زامنو هوښیار و.

یعقوب پوهېده کله چې لېوه انسان وخوري نو داړي یې او کمیس یې څيرې کوي.

او د یوسف کمیس (خت) جوړ و.‌ او په وینو لړلی و، یعقوب پوه شو چې دا دروغجنه وینه ده، او د لېوه کیسه جعلي کیسه ده.

زامنو ته یې وویل: بلکې دا کیسه تاسو له ځانه جوړه کړې ده “نو (زما کار) صبر جمیل دی”، او یعقوب پر یوسف ډېر زیات خپه شو خو ښکلی صبر یې وکړ.‌



لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم