وروڼه کور ته راستانه شول او یوسف یې په څا کې پرېښود، وروڼو ډوډۍ وخوړه او ویده شول.
او یوسف په څا کې و نه بستره ورسره وه نه خواړه.
وروڼو یوسف هېر کړ او ویده شول.
خو یوسف وینده نه شو، او هېڅ یو یې هېر نه شو.
د یعقوب له ذهنه یوسف نه وت او یوسف به یې یاداوه.
یوسف په څا کې و، څا هم ژور و.
څا په یوه ځنګل کې و او ځنګل هم وحشي و هغه هم په شپه کې او شپه تپه تیاره وه.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم