ابراهیم له څه مودې وروسته مکې ته راستون شو.‌

ابراهیم له اسمعیل او هاجر سره ولیدل او ابراهیم خپل زوی اسمعیل ته خوشحاله شو. اسمعیل کوچنی ماشوم و، منډې یې وهلې او لوبې یې کولې او له خپل پلار سره بېرون ته وت.‌

ابراهیم له اسمعیل سره ډېره مینه کوله.‌

یوه شپه ابراهیم خوب ولید چې اسمعیل ذبح کوي (حلالوي).

ابراهیم یو ریښتینی نبي و او خوب یې ریښتینی خوب و. ابراهیم د الله ﷻ خلیل و،‌ غوښتل یې هغه څه وکړي چې په خوب کې الله ﷻ ور لیدلي وو.

ابراهیم اسمعیل ته وویل: “بېشکه زه په خوب کې وینم داسې چې بېشکه زه تا ذبحه کوم،‌ نو ته وګوره چې ستا څه رایه ده، هغه وویل: ته هغه کار وکړه چې تا ته یې امر کېږي، ژر ده چې که الله ﷻ وغواړي ته به ما له صبر کوونکو ځنې ومومې”.

ابراهیم اسمعیل ورسره یووړ او چړه یې ورسره واخیسته.‌

کله چې ابراهیم منی ته ورسېد، غوښتل یې اسمعیل ذبحه کړي.

اسمعیل پر ځمکه پرېوت. ابراهیم غوښتل ذبحه یې کړي چړه یې د اسمعیل پر غاړه کېښوده.‌

خو الله ﷻ غوښتل هغه څه وویني چې خپل خلیل ته یې امر ورباندې کړی.

ایا دی به له الله ﷻ سره ډېره مینه لري او که له خپل زوی سره.

ابراهیم په دې آزموینه کې بریالی شو.

الله ﷻ د جبریل په واسطه له جنته یو ګډ ورته راواستاوه او وویل دا ذبحه کړه او اسمعیل مه ذبحه کوه.‌

الله ﷻ ته د ابراهیم دا کار ډېر خوښ شو، نو مسلمانانو ته یې په لوی اختر کې د ذبحې امر وکړ.‌

الله ﷻ پر ابراهیم درود ووایه او هغه یې محفوظ کړ.

او الله ﷻ د هغه پر زوی اسمعیل درود ووایه او هغه یې وساته.‌

لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم

بله کیسه (۱۵ – کعبه)