په ښار کې یو ډېر لوی پاچا و، ډېر ظالم پاچا.
خلکو به پاچا ته سجدې کولې.
پاچا واورېدل چې ابراهیم یوازې خدای ته سجده کني او بل هېچا ته سجده نه کوي او پاچا په غوسه شو او ابراهیم یې وروغوښت.
ابراهیم راغی، ابراهیم له خدای پرته له بل هېچا نه ډارېده، پاچا وویل: ستا رب څوک دی ابراهیمه؟
ابراهیم وویل: الله ﷻ زما رب دی!
پاچا وویل: الله ﷻ څوک دی ابراهیمه؟
ابراهیم وویل: “زما رب هغه دی چې ژوندي کول او مړه کول کوي”.
پاچا وویل: “زه ژوندي کول او مړه کول کوم”.
پاچا یو سړی راوغوښت او ویې واژه.
یو بل سړی یې راوغوښت او هغه یې پرېښود.
او وویل: زه ژوندي کول او مړه کول کوم، یو سړی مې مړ کړ او بل سړی مې پرېښود، پاچا ډېر کمعقل و او همدارنګه مشرک هم و.
ابراهیم وغوښتل چې پاچا پوه شي او قوم یې پوه شي.
ابراهیم پاچا ته وویل: “پس یقیناً الله ﷻ لمر له مشرق نه راخېژوي، نو ته هغه له مغرب نه راوخېژوه”.
پاچا هک پک او چوپ شو.
پاچا خجالت شو او هېڅ ځواب یې ونه موند.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه (۱۱ – پلار ورغوښتل)