لا هم هود خپل قوم ته نصیحت کاوه او په حکمت او نرمۍ یې دعوت ورته کاوه.‌

هود وویل: ای زما قومه! زه پرون ستاسې ورور او ملګری وم!

ایا تاسو ما نه پېژنئ؟

ای زما وروڼو! ولې له ما وېرېږئ او رانه تښتئ، له شک پرته زه ستاسې له مالونو او شتمنیو هېڅ نه اخلم.

﴿او ای زما قومه! زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) مال نه غواړم، زما اجر یوازې په الله دی﴾.

ای زما قومه! ولې وېرېږئ که پر الله ایمان راوړئ، په خدای قسم که مو پر الله ایمان راوړ، ستاسې له مالونو به هېڅ شی کم نه شي!.

بلکې الله تعالی به ستاسې په روزۍ کې برکت واچوي او ستاسې قوت به لا ډېر کړي.

ای زما قومه! تاسې زما له پیغام او رسالت نه ولې حیران یاست؟ بېشکه الله تعالی له یوه-یوه سره خبرې نه کوي!

بېشکه الله تعالی هر یوه ته نه وايي چې: دا کار وکړه،‌ هاغه کار وکړه!

بېشکه الله تعالی هر قوم ته یو رسول استولی چې خبرې ورسره وکړي او نصیحت ورته وکړي.

زه یې تاسې ته راستولی یم چې درسره وغږېږم او تبلیغ درته وکړم.‌

﴿ایا تاسو په دې تعجب کوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغی په داسې سړي چې له هم تاسې څخه دی، د دې لپاره چې تاسو ووېروي﴾.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم