هود ځواب ونه موند! او دوی نه پوهېدل هود ته څه ځواب ووايي!.

خو کله چې دوی ناتوانه شول، نو وویل: زموږ خدایان پر تا غوسه شوي،‌ نو ستا عقل کې ناروغي پیدا شوې ده!.

پر تا د خدایانو مصیبت راغلی دی.‌

هود وویل: دا بوتان ډبرې دي، هېچا ته نه ګټه رسوي او نه تاوان!

او له شک پرته دا بوتان ډبرې دي چې له خبرې کولی شي، نه اوري او نه ګوري!.

بېشکه دا بوتان هېڅ د خیر او شر رسولو وس نه لري.

هېچا ته نه ګټه رسولی شي او نه ضرر!

او تاسو هم نه د خیر څښتنان یئ او نه د شر!

تاسو ما ته هېڅ ګټه او تاوان نه شئ رسولی!

بېشکه زه ستاسې پر خدایانو باور نه لرم او نه ترې وېرېږم!

﴿او بېشکه زه له هغه څه بېزاره یم چې تاسو یې شریکان کوئ﴾.

او پر تاسو هم نه وېرېږم چې: ﴿نو تاسو ټول ما ته تدبیرونه جوړ کړئ﴾

﴿بېشکه ما پر الله توکل کړی دی چې زما رب دی او ستاسو رب دی﴾.

هر څه د هغه تر لاس لاندې دي او هېڅ پاڼه د هغه له اجازې پرته نه لوېږي.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم