د یوسف یو بل مورنی ورور هم و چې نوم یې بنیامین و.‌

یعقوب له دواړو سره ډېره زیاته مینه لرله او د دوی په څېر نور ورباندې ګران نه وو.‌

وروڼو یې له یوسف او بنیامین سره کینه کوله او په غوسه به وو.

دوی به ویل: ولې مو پلار له یوسف او بنیامین سره ډېره مینه لري؟

او ولې مو پلار له یوسف او بنیامین – چې کوچني او کمزروي دي- سره مینه لري؟

ولې له موږ سره هم د یوسف او بنیامین په شان مینه نه لري، موږ ځوانان او قوي یو، عجیب کار دی!

یوسف کوچنی ماشوم و، خپل خوب یې وروڼو ته ووایه او وروڼه یې سخت په غوسه شول، کله یې چې خوب واورېد کینه یې نوره هم ورسره ډېره شوه.

وروڼه یوه ورځ راغونډ شول او وویل یوسف ووژنئ او یا یې لیرې چېرې پرېږدئ.

هله به مو پلار تاسو ته اخلاصمن شي او له تاسو سره به یې مینه هم سوچه شي.

یوه وویل: نه، بلکې پر لار په څا کې یې واچوئ چې ماسفر یې ورسره بوځي.

ټولو وروڼو دا خبره ومنله‌.



لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم