خلک راغونډ‌ شول او وویل: څه کوو؟

ابراهم بوتان مات کړي او زموږ د خدایانو سپکاوی یې کړی!

خلکو وپوښتل: د ابراهیم سزا به څه وي؟ د ابراهیم جزا به څه وي؟

ځواب دا و:‌ “دا وسوځوئ او د خپلو معبودانو مرسته وکړئ”.

او همدارنګه:‌ اور بل کړئ او ابراهیم پکې واچوئ.

خو خدای له ابراهیم سره مرسته وکړه او اور ته یې وویل:

“اې اوره! په ابرهیم باندې یخ او سلامتیا والا شه”.

په دې شکل سره،‌ اور ابراهیم ته یخ او سلامتیا شوه او خلکو ولیدل چې اور ابراهیم ته زیان نه رسوي.

او خلکو دا هم ولیدل چې ابراهیم خوشاله دی او ابراهیم سالم دی، نو خلک اندېښمن او هک هپک شول.

لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم

بله کیسه (۷ – زما ربّ څوک دی؟)