ښوونځي له هر زدکوونکي وغوښتل چې یوه خلته کچالو ورسره راوړي… او پر هر کچالو د هغه چا نوم ولیکي یا یې څېره رسم کړي چې کینه ورسره لري!
په ژمنه شوې ورځ هر زدوونکي د کچالیو خلته راوړه او پر هر کچالو یې د هغو چا نوم لیکلی و چې کرکه یې ترې کوله.
عجیبه دا وه چې ځینو یوازې یو کچالی ورسره راوړی و، ځینو دوو او ځینو ۳ او ۵.
وروسته ښوونځي د لوبې د دویم پړاو د شرطونو په اړه ورته وویل چې:
هر زدکوونکی دې د یوې اونۍ لپاره له دغو کچالیو سره ولاړ شي.
ټاکل شوی وخت تېر شو، ماشومانو له کچالیو د بد بوی راوتل حس کړل، خو باید زغملی یې وای او تر ټاکلې ورځې یې له ځان سره ګرځولی، هره خلته کې به چې کچالو ډېر و، بوی یې لا ډېر و، ځکه چې ټول د خوسا کېدو په حالت کې و.
یوه اونۍ وروسته زدکوونکي خوشاله شول چې د لوبې وخت په تمامېدو دی.
ښوونځي له ماشومانو وغوښتل چې د دغو خلتو د لېږدولو پرمهال یې دا یوه اونۍ څه ډول احساس درلود.
ماشومانو شکایت پیل کړ چې ورځ تر بلې ترې پازاب و، ځکه چې بوی یې په زیاتېدو و.
بیا ښوونځي دوی ته د دې لوبې د هدف په اړه وویل: همدا کټ مټ هغه حالت دی چې تاسو پخپل زړه کې یو چا ته کینه ساتئ.
کینه ستاسې زړه چټلوي او دا کینه او خوسا بوی هر ځای درسره لېږدوئ.
تاسې چې د یوې اونۍ لپاره د خوسا کچالیو د لېږدولو تاب نه لرئ، نو څنګه به خپلو زړونو ټول عمر کینه وساتلی شئ. دا لنډ ژوند له نورو سره په مینه او پښنه او د یو او بل په منلو تېرول څومره خوند کا.