کله چې یوسف دوی دواړو ته له خپل نصحیت او د خوب له تعبیر نه خلاص شو،‌ نو وویل:‌ ﴿هر چې په تاسو کې یو دی، نو هغه به په خپل مالک شراب وڅښوي﴾.

﴿او پاتې شو بل،‌ نو هغه به په دار کولی شي نو مرغان به دده له سر نه (غوښې) خوري﴾.

لومړي ته یې وویل: ﴿ته ما د خپل مالک په نزد یاد کړه﴾.

دواړه سړي ووتل، لومړي د پاچا ساقي شو او دویم په دار وخېژول شو.

د ساقي هېر شول چې د خپل بادار مخکې د یوسف یادونه وکړي.

یوسف په زندان کې څو کاله تېر کړل.‌


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم