عاد هره ورځ د باران په تمه وو او اسمان ته به یې کتل، خو هېڅ ورېځ یې نه لیده.

دوی باران ته اړتیا لرله او ډېر زیات یې ورېدو ته لېواله وو.‌ دوی یوه ورځ‌ ورېځ ولیده چې د دوی لوري ته راتله، ډېر زیات خوشال شول.

چیغې یې وهلې: دا ده د باران ورېځه! دا ده باراني ورېځه!

خلکو له خوشالۍ نڅا پیل کړه، ځینو یې نورو ته ویل: د باران ورېځ ده! د باران ورېځ!
خو هود پوه شو چې دا عذاب راتلونکی دی.

هود ورته وویل: دا د رحمت ورېځ نه ده، ‌بلکې داسې باد دی چې دردوونکی عذاب پکې دی.

همداسې هم و، ډېر سخت باد ولګېد چې خلکو یې ساری نه و لیدلی او نه یې په اړه مخکې اورېدلي وو.

توپان پیل شو، ونې یې له بېخه راویستلې،‌ کورونه یې ویجاړ کړل، حیوانات یې ورسره په مخه کړل او ډېر لیرې یې وغورځول.

د بېدیا رېګون راوالوتل او دنیا دومره تیاره شوه چې انسان هېڅ شی نه لیدل.

د دوی زړونو کې وېره خپره شوه، خپلو کورونو ته ننوتل او دروازې یې ورپسې وتړلې.

ماشومانو پر میندو ځانونه ونښلول، خلکو پر دېوال ځانونه ټینګ کړل او خلک خونو او د اوسېدو ځایونو ته ننوتل.

ماشومانو ژړل، ښځو چیغې وهلې او سړیو دعاګانې کولې او مرسته یې غوښته.

ته وا یو جارچي وايي:

﴿نن ورځ د الله له حکم نه هېڅوک ساتونکی (بچ‌کوونکی) نه شته﴾.

دا حالت اوه شپې او اته ورځې روان و.

قوم مړ شو او داسې شول لکه پر ځمکه راغورځېدلې د خورما ونې.‌

یوه عجیبه منظره وه، خلک مړه وو او مرغانو خوړل او کورونه ویجاړ شوي وو چې بوم (مرغان) یا ګواټي پکې اوسېدل.

هود او هغه چې ایمان یې راوړی و، وژغورل شول او د عاد او هغه چې منکر وو او ضد یې کړی و، هلاک شول.‌

﴿بېشکه عادیان په خپل رب سره کافران شوي دي، خبردار شئ چې (د الله له رحمته) لرېوالی دی، عادیانو ته چې د هود قوم دی﴾.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم