کله چې پاچا د خوب دا تعبیر او لازم تدابیر واورېل، ډېر خوشال شو او وویل: ددې تعبیر والا څوک دی؟
پاچا وویل: دا سخي سړی څوک دی چې موږ ته یې نصیحت کړی او لاره یې راښودلې ده؟
ساقي وویل: دا ریښتینی یوسف دی، هغه راته وویل چې زه به د خپل بادار پاچا ساقي جوړ شم.
پاچا د یوسف لیدو ته لېواله شو او هغه ته یې ورواستاوه او وویل: ﴿هغه ما ته راولئ چې زه یې د خپل ځان لپاره خالص کړم﴾.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم