کیسې او حکایتونه

شتمن کاروباري او نېستمن کاروباري

عبرتي کیسه

د مېترو په تمځي کې یوه خوارجسمه ماشوم پنسل قلمونه خرڅول.. او سوال یې هم کاوه.

یوه ورځ یو شتمن سړی تېرېده او د ماشوم مخې ته یې یو ډالر کېښود او اورګاډي ته وخوت، له لږ سوچ وروسته له مېترو ووت او د ماشوم خوا ته بېرته ور روان شو، ځینې پنسل قلمونه یې ترې په پیسو واخیستل او ماشوم ته یې د عذر په توګه وویل، هغه قلمونه ترې هېر شوي وو چې د پېرلو هوډ یې کړی و.

شتمن سړي ماشوم ته وویل: “ته هم ما غوندې کاروباري یې، خپل توکي خرڅوې او نرخونه یې هم ډېر مناسب دي”. سړی بېرته اورګاډي ته وخوت، له دې پېښې څو کاله وروسته په یوه ټولنیزه غونډه کې یو لوکس ځوان هلک د دغه سوداګر مخې ته ودرېد او ورته وویل: طبیعي ده چې زه به دې په یاد نه یم او ما ته ستا ان نوم هم نه دی یاد، خو تر کومه چې ژوندی یم تا به هېڅکله هېر نه کړم.

ته هغه سړی یې چې ما ته دې زما درناوی او خپل ځان ته پخپله د قدر ورکولو احساس او تون راستانه کړل. ما ګومان کاوه چې ګنې زه یو سوالګر یم، پنسل قلمونه خرڅوم، خو ته راغلې او ما ته دې وویل چې ته یو کاروباري او سوداګر یې.

یوه حکیم ویلي:

“ډېری خلک تر هغه ځای لا لوړ مقام ته رسېدلي چې ګومان یې نه کاوه چې د رسېدو توان یې لري؛ ځکه چې یو بل چا ورته ویلي ته یې “وړ” یې او “توان” یې لرې”.

((ښه او نېکه خبره صدقه ده))،

[ستا خبره ودانول او ویجاړول کولی شي.. خپلې خبرې تللې او په دقت غوره کړه].

مخکنۍ لیکنه
زدکوونکي او کچالو
بله لیکنه
سرښندنه

ځواب دلته پرېږدئ