عاد دا ټولې خبرې واورېدې خو ایمان یې رانه وړ!
د هود نصیحت بې ګټې شو! د هود حکمت پکې ضایع شو.
دوی وویل: ای هوده! له تا سره دلیل او ثبوت نه شته!
او ای هوده! موږ ستا په نوې خبره خپل پخواني خدایان نه پرېږدو.
ایا موږ د یوه چا په خبره خپل هغه خدایان پرېږدو چې زموږ پلرونو یې هم عبادت کاوه؟
هېڅکله نه، هېڅکله نه.
او ای هوده، دا چې ته زموږ پر خدایان باور نه لرې او نه ترې وېرېږې.
موږ هم ستا پر خدای ایمان نه راوړو او له عذابه یې نه وېرېږو.
او موږ ډېر واورېدې چې د عذاب په اړه غږېدې، نو ای هوده دا عذاب چېرې دی او کله به راځي؟
هود وویل: ﴿بېشکه (د قیامت) علم خو یوازې الله ته دی او بېشکه زه خو یوازې ښکاره وېروونکی یم﴾.
عاد وویل: موږ دغه عذاب ته منتظر یو او لیدو ته یې لېوال یو.
هود د دوی په دې جرأت حیران شو او د دوی په دې ناپوهۍ یې افسوس وکړ.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم