د الله تعالی د ژمنې وخت راورسېد!
له اسمانه باران باران او باران!
ته وا اسمان سوری شوی او اوبه یې نه بندېږي.
اوبه راوخوټېدې تر هغه چې خلک پکې له هرې خوا ډوبېدل.
الله ﷻ نوح ته امر وکړ چې: ستا له قومه چا چې اېمان درباندې راوړی او ستا کورنۍ درسره واخله.
الله ﷻ نوح ته وحیې وکړه چې د هر حیوان او مرغه یو نر او یوه ښځه ورسره واخلي.
ځکه چې توپان عام دی او انسان او حیوان ترې نه ژغورل کېږي.
نوح همداسې وکړل، په بېړۍ کې ورسره د قوم هغه کسان وو چې اېمان یې پرې راوړی و او د هر حیوان او مرغه نر او ښځه.
بېړۍ د غرونو په شان څپې وهلې.
قوم یې لوړ ځای ته وخوت او اوبه پسې جګېدې او دوی د الله ﷻ له عذابه په تېښته کې وو.
خو له الله ﷻ نه تېښته چېرې ده، هرڅه هغه ته ستنېدونکي دي.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم