نوح ډېر زیار ویوست چې قوم یې اېمان راوړي او د الله ﷻ عبادت وکړي او د بوتانو عبادت پرېږي.
خو پر نوح د ګوتو په شمار د هغه د قوم ځینو خلکو اېمان راوړ.
یوازې هغو خلکو اېمان راوړ چې پخپلو لاسونو یې کار کاوه او حلاله روزي یې خوړله.
خو د قوم شتمن د هغوی کبر له دې منع کړل چې د نوح اطاعت وکړي.
دوی خپلو شتمنیو او اولادونو دومره بوخت کړي وو چې د اخرت په فکر کې لا نه وو او ویل به یې: موږ د قوم اشراف او باعزته خلک یو او دوی رذیلان او خوار دي.
کله چې نوح دوی د ﷻ لوري ته بلل نو دوی وویل:
﴿ایا موږ په تا اېمان راوړو! حال دا چې ستا پیروي تر ټولو رذیلو خوارو خلکو کړې ده﴾.
دوی له نوح نه وغوښتل چې دغه بېوزله خلک وشړي.
ولولئ:د نوح بېړۍ (۱۷ د نوح دعاء)خو نوح منکر شو او وویل: ﴿او زه له سره دې مؤمنانو لره شړونکی نه یم﴾.
زما دروازه د یوه پاچا دروازې غوندې نه ده ﴿زه نه یم مګر ښکاره وېروونکی﴾.
نوح پوهېده چې دغه خوار خلک مخلص مؤمنان دي.
ولولئ:غوره کیسه (۲۴یعقوب له یوسف سره)او که دغه مسکینان وشړي، نو الله ﷻ به پرې غوسه شي، نو هېچا یې لاسنیوی ونه کړ.
نوح وویل: ﴿ای زما قومه! له الله نه به ما څوک بچ کړي که زه دوی شړم؟﴾
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
