خلک راستانه شول او د بوتانو کور ته ننوتل.
خلکو غوښتل بوتانو ته سجدې وکړي ځکه د اختر ورځ وه.
خو خلک هک پک او په غوسه شول. دوی وویل:
“زموږ له معبودانو سره دا کار چا کړی دی”
“دوی وویل: موږ له یو زلمي نه اورېدلي وو چې دوی به یې په سپکه یادول هغه ته ابراهیم ویلی شي”.
“هغه وویل: بلکې دا کار د دوی دې مشر (لوی بوت) کړی دی، نو تاسو له دوی نه پوښتنه وکړئ که دوی خبرې کوي”.
خلک پوهېدل چې بوتان تیږې دي او په دې هم پوهېدل چې چې تیږه نه اوري نه خبرې کوي. دوی پوه و چې لوی بوت هم تیږه ده، او لوی بوت نه تللی شي او نه حرکت کولی شي. او لوی بوت د نورو بوتانو د ماتولو توان نه لري. نو ابرهیم ته یې وویل: ته پوهېږې چې بوتان خبرې نه شي کولی.
ابراهیم ورته وویل: نو ولې د هغو بوتانو عبادت کوئ چې نه ګټه رسولی شي نه زیان؟
او ولې له هغو بوتانو سوال کوئ چې نه خبرې کولی شي نه اوري؟
ایا په یوه شي پوهېږئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ؟
خلک چوپ او خجالت شول!.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه (سوړ اور)