دیني کیسې

د نوح بېړۍ (۱۵د شتمنو دلیل)

شتمنو وویل: نوح چې کوم څه ته دعوت کوي، هغه حق نه دی او نه په خیر دی.‌

ولې؟‌

ځکه چې موږ تجربه لرو چې موږ په هر خیر کار کې مخکښان یو.

موږ هر ډول ښه خواړه لرو او موږ تر ټولو ښایسته جامې لرو او ټول خلک په هر شي کې زموږ تابع دي.

او موږ ولیدل چې خیر موږ نه غلطوي او ښار کې له موږ څخه نه تېرېږي.

که دا دین خیر او ښه وي، نو له دغو مسکیانو مخکې به موږ ته راغلی وای ﴿که دا (اېمان، قرآن) خیر (او غوره کار) وی، نو دوی به ده ته زموږ نه مخکې شوي نه وو﴾.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم

مخکنۍ لیکنه
د نوح بېړۍ (۱۴ ستا پیروي تر ټولو رذیلو/خوارو خلکو کړې)
بله لیکنه
د نوح بېړۍ (۱۶ د نوح دعوت)

ځواب دلته پرېږدئ