نوح خپل قوم دعوت کړ او په نصیحت کې یې زیار ویوست.
﴿(نو) ده وویل: ای زما قومه! بېشکه زه ستاسو لپاره ښکاره وېروونکی یم. چې تاسو د الله عبادت کوئ او له ده نه ووېرېږئ او زما اطاعت وکړئ. دی به تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبښي او تر ټاکلې نېټې به تاسو وروسته (او باقي پاتې) کړي، بېشکه د الله نېټه چې کله راشي، نو وروسته کېدی نشي، که چېرې تاسو پوهېږئ﴾.
الله ﷻ پر دوی باران ودراوه او پرې غوسه شو، کښت او نسل یې کم شو.
نوح وویل: ای زما قومه، که اېمان راوړئ نو الله ﷻ به درنه راضي شي او دا عذاب به درنه لیرې کړي.
او بارانونه به درباندې ووروي، په روزۍ او اولادونو کې به مو برکت پیدا شي.
نوح خپل قوم د الله ﷻ لوري ته دعوت کړ او ورته وویل: ایا تاسو الله ﷻ نه پېژنئ؟
دا ستاسې شاوخوا د الله ﷻ نښې نښانې دي، تاسو یې نه ګورئ؟ ایا تاسو اسمان او ځمکه نه ګورئ؟ لمر او سپوږمۍ نه ګورئ؟
اسمانونه چا پیدا کړي؟ ﴿او په دغو کې یې سپوږمۍ روښانه جوړه کړه او لمر یې بَله (ځلېدونکې) ډېوه جوړه کړه﴾.
او تاسو چا پیدا کړي یئ. او ځمکه یې درته فرش کړې ده؟
خو د نوح قوم هوښیار نه شو او اېمان یې رانه وړ!
بلکې کله به چې نوح دوی د الله ﷻ لوري ته دعوتول، دوی به خپلو غوږونو کې خپلې ګوتنې ننه ایستلې.
څوک چې نه اوري نو څنګه به پوه شي؟ او څنګه به واوري چې نه اوري؟
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم