یوسف ورته وویل:
د کوم ځای یئ؟
دوی وویل: د کنعان!
– پلار مو څوک دی؟
– یعقوب بن اسحق بن ابراهیم (علیهم الصلوات والسلام).
– ایا تاسې بل ورور لرئ؟
– هو، موږ د بنیامین په نامه یو بل ورور لرو!
– ولې هغه له تاسو سره نه دی راغلی؟
– ځکه چې زموږ پلار نه غوښتل له ځانه یې لیرې کړي.
– ولې نه نه پرېښود، ایا هغه دومره کوچنی دی؟
– نه، خو د یوسف په نامه د هغه یو بل ورور و، یوځل له موږ سره ولاړ، موږ ترې ولاړو او یوسف مو له خپلو کالیو او توښې سره پرېښود او لېوه وخوړ.
یوسف له ځانه سره وخندل، خو هېڅ یې ونه ویل او د خپل ورور بنیامین لیدو ته ډېر لېواله و.
الله ﷻغوښتل چې یعقوب (علیه السلام) یوځل بیا وازمويي.
یوسف دوی ته د خوړو (غلې دانې) امر وکړ.
دوی ته یې وویل: ﴿تاسو ما ته خپل هغه ورور راولئ چې ستاسې له پلاره دی﴾ که هغه رانه ولئ، نو غله دانه نشته.
یوسف امر وکړ چې د دوی پیسې او مال د هغوی په بار کې واچوئ.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم