ابراهیم به خپل پلار ته وویل:
پلاره، ته ولې د بوتانو عبادت کوې؟
اې پلاره، ولې دغو بوتانو ته سجده کوې؟
زما پلاره، ولې له دغو بوتانو سوال کوې؟
دغه بوتان نه خبرې کوي نه اوري!
دا بوتان نه ګټه رسولی شي نه ضرر؟
نو د څه لپاره ډوډۍ او څښاک ورته ږدې؟
او دا بوتان زما پلاره نه خوري نه څښي!
آزر په غوسه کېده، خو نه پوهېده.
ابراهیم به خپل قوم ته نصیحت کا، خلک به هم غوسه کېدل، خو نه پوهېدل.
ابراهیم ویل: چې خلک ولاړ شي زه دا بوتان ماتوم، بیا به خلک پوه شي.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه (ابراهیم بوتان ماتوي)