د ابراهیم قوم په غوسه شو او پاچا هم په غوسه و، د ابراهیم پلار هم په غوسه و.

ابراهیم غوښتل بل هېواد ته ولاړ شي او هلته د الله ﷻ عبادت وکړي او خلک الله ﷻ ته دعوت کړي.

ابراهیم له خپل هېواده ووت او له خپل پلار سره یې خدای پاماني وکړه.

ابراهیم د مکې په لور روان شو چې مېرمن یې هاجر هم ورسره وه.

او مکه کې واښه نه وو نه پکې ونې وې.

په مکه کې هغه وخت څاه او ویاله هم نه وه.‌

او مکه کې حیوان او انسان هم نه و.‌

ابراهیم مکې ته ورسېد او هلته کوز شو.

ابراهیم خپله مېرمن هاجر او خپل زوی اسمعیل پرېښودل.‌

کله چې ابراهیم غوښتل ولاړ شي،‌ مېرمن یې هاجر ورته وویل: چېرته ځې زما ښاغلیه؟‌ ایا ما دلته پرېږدې؟‌

ایا ما دلته پرېږدې چې نه اوبه شته او نه خواړه!

ایا الله ﷻ دا امر درته کړی؟

ابراهیم وویل:‌ هو!

هاجر وویل: نو هغه مو نه ضایع کوي!

لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم

بله کیسه (۱۳ – زَمزَم څاه)