کله چې دوی په یوه ن‍ظر شول، نو یعقوب ته راغلل.‌

او یعقوب به پر یوسف ډېر وېرېده او پوهېده چې وروڼه یې کینه ورسره کوي او نه یې خوښوي.

یعقوب به یوسف له وروڼو سره نه لېږه.

یوسف له خپل ورور سره لوبې کولې او لیرې به نه تله.

وروڼه یې هم پوهېدل،‌ خو د دوی د شر نیت کړی و.

ویل یې: پلاره، یوسف ولې له موږ سره نه لېږې‌؟ ولې وېرېږې؟‌

هغه زموږ ګران ورور دی، زموږ کوچنی ورور دی، او موږ د یوه پلار زامن یو.‌

او وروڼه تل یوځای لوبه کوي، نو موږ ولې یوځای ولاړ نه شو او یوځای لوبه ونه کړو؟‌

“ته موږ سره سبا دا ولېږه چې ډېرې مېوې وخوري (مزې وکړي) او لوبې وکړي او بېشکه موږ د ده خامخا ساتونکي یو.”

یعقوب ډېر بوډا شوی و.

یعقوب هوښیار او حلیم و.‌

یعقوب نه غوښتل چې یوسف دې ترې لیرې شي.

دی پر یوسف ډېر وېرېده.‌

خپلو زامنو ته یې وویل:‌ “زه له دې وېرېږم چې لېوه به دا (یوسف) وخوري، په داسې حال کې چې تاسو به له ده نه غافلان یئ”.

دوی وویل: هې‍څکله نه! لېوه به یې څنګه وخوري چې موږ حاضر یو؟‌

څنګه به یې وخوري، حال دا چې موږ قوي ځوانان یو؟

یعقوب یوسف ته اجازه ورکړه.‌



لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم