یوسف زندان ته ولاړ او ټول زندانیان پوه شول چې یوسف یو سخاوتمند ځوان دی.‌

او له یوسف سره ډېر لوی علم و.‌

او د یوسف په زړه کې مهربان زړه و.‌

یوسف پر بندیانو ګران شو او درناوی یې کاوه.‌

خلک په یوسف خوشاله شول او هغه یې لوی کړ.‌

زندان ته دوه نور کسان هم ورسره ولاړل چې ده ته یې خپل خوبونه ویلي وو.‌

﴿په دوی دواړو کې یوه وویل: بېشکه زه ځان په خوب کې وینم چې د شرابو لپاره انګور نچوړوم﴾.

﴿او بل وویل، بېشکه زه چې یم ځان په داسې حال کې وینم چې پر سر مې ډوډۍ بار کړې ده،‌ چې له هغې نه مرغان خوراک کوي﴾.

له یوسف نه یې د خوبونو تعبیر وغوښت.‌

یوسف د خوبونو په تعبیر پوهېده.

یوسف نبي و.

دده په زمانه کې خلکو له خدای پرته د نورو شیانو عبادت کاوه.‌

او له خپله ځانه یې ډېر نور خدایان جوړ کړي وو.

ویل به یې چې دا د نېکۍ خدای دی، دا د سمندر خدای دی، او دا د رزق خدای دی او دا د باران خدای دی.‌

یوسف دا ټول لیدل او خندل به یې.‌

یوسف په دې ټولو پ‍وهېده او ژړل به یې.

یوسف غوښتل خدای ته خلک وروبولي.

د خدای اراده وه چې دی زندان کې و.‌

ایا بندیان د نصیحت مستحق نه دي؟

ایا زندانیان د خدای بندګان نه دي؟

ایا بندیان انسانان نه دي؟

یوسف په زندان کې و، خو هغه ازاد او زړور و؟

یوسف فقیر و، خو سخي او لاس خلاصی و.‌

په هر وخت کې نبیان د حق خبره په ډاګه کوي.

بېشکه نبیان په هره زمانه کې د خیر کارونه کوي.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم