کیسې او حکایتونه

۱- پر کباب مین والي

 عبدالله (ملا نصرالدین) د خپلو نادرو او کمیابو ناستو په اړه کیسه راته کوي. په یوه سفر کې ډېر لیرې هېواد ته تللی،‌ چې یوه ظالم سړي واکمني ورباندې کوله،‌ په عدالت یې حکومه نه کوي او له حق نه یې سرغړونه کوله. په دغه ښار کې مې د دغه واکمنی ډېرې ناشنا کیسې ولیدې،‌ یوه کیسه یې همدغه ده چې ملا نصرالدین رانقل کړې او اوس یې تاسو لولئ.

د کبابي او د والي ترمنځ

(۱) والي ”کمیش”

عبدالله ”ملا نصرالدین” له خپلو کمیابو کیسو څخه ناستو کسانو داسې ګویا شو:

یوه ډېر لیرې هېواد ته پخپل یوه سفر کې داسې ښار ته ورسېدم،‌ چې د زمام چارې یې د یوه ظالم پاچا په لاس کې وې، د خلکو ترمنځ یې په عدالت حکم نه کاوه،‌ د حق څښتن ته یې حق نه ورکاوه.‌

دغه والي ډېرې عجیبې او غریبې کیسې لري، د هغه په پاچاهۍ کې مې شپې ورځې تېرولې، چې له دغې پېښې سره مخامخ شوم.‌

(۲) د کباب بوی

یوه ورځ،  والي ‘کمیش’ پر لاره روان و.‌

سپږمو ته یې د کباب بوی ورسېد،‌ چې د لارې پر سر د کبابي له دوکان نه راوت.‌

والي په دې وخت کې سخت وږی شوی و.

کله چې والي د کبابي د دوکان وره ته ورسېد، پښه یې ونیوله.

(۳) د والي او د کبابي ترمنځ

د کباب بوی ته والي ټینګ نه شو او د لوږې د صبر کاسه یې ډکه شوې وه.

والي کبابي ته په لوړ غږ ورنارې کړې.‌

کبابي هم چابک ورته راووت.‌

والي له سړي نه بې ځایه پوښتنې پیل کړې:

”ستا له دوکان نه مې د کباب بوی سپږمې راوخوړلې! دا راته ووایه چې څه شی کبابوې؟”

کبابي ورته وویل:‌ ”یوه سړي هیلۍ راته راوړه چې ورته کباب یې کړم.”

والي په ټوګه کې ورته وویل:‌ ”د دوو وزرونو هیلۍ دې مطلب ده؟!”

کبابي وویل: ”هو ښاغلی والي صاحب.”

والي بله بې مفهومه پوښتنه ترې وکړه:‌ ”دغه سړي دا هیلۍ د کوم مقصد لپاره درته پرېښوده؟”

کبابي وویل: ‌‌”رانه ویې غوښتل چې ورته کباب یې کړم.”

والي ورته وویل:‌ ”دا یې درته ونه ویل چې په دې هیلۍ له کباب کولو وروسته څه کوي؟.” کبابي وویل:‌ ”نور به نو څه ورباندې کوي،‌ یا به غرمنۍ پرې برابروي یا به ماښام مېله پرې جوړوي؟!”

والي لانورې ساده پوښتنې پیل کړې:‌ ”یا به غرمنۍ پرې برابروي یا به ماښام مېله پرې جوړوي؟! دا ټول ولې یوازې کوي؟‌ ښکاري چې سړی سخي نه دی، یوازې د خپل ځان په سوچ کې دی!  دا سړی باید مجازات شي.”

کبابي وویل:‌ ”ښاغلی والي، نو تاسو څه امر راته کوئ؟”

کمیش (والي) وویل:‌ ”کبابي!‌ له تا غواړم چې دغه هیلۍ ورنه کړې،‌ آیا ته نه غواړې چې دا سړی د خیر په کار کې نور خلک هم شریک کړي؟”

کبابي هک پک شو.‌ چوپتیا یې غوره وبلله.‌

والي وویل:‌ ”زما په نظر ته یو هوښیار سړی یې!  زما په مطلب خو دې سر خلاص شو.‌ له تا نه یوه ډېره ناچیزه غوښتنه کوم،‌ چې ډېر جد او جهد ته اړتیا نه لري.”

کبابي وویل:‌ ”د ښاغلي والي امر د سر په سترګو منم،‌ هر اطاعت ته ولاړ یم!”

والي وویل:‌ ”زما کور ته د کباب شوې هیلۍ په استولو کې نور نو یوه شېبه هم ځنډ مه کوه،‌ په خوړو یې زما اطاعت پرځای کولی شې”.

کبابي حیران شو او له والي یې په حیرانتیا وپوښتل:‌ ”خو چې د هیلۍ څښتن راشي څه ځواب به ورته وایم؟”

والي کبابي ته په هڅوونکې لهجه وویل:‌ ”اسانه خبره دا ده چې ورته ووایې هیلۍ یې والوتله.‌ دا ورته ووایه چې هیلۍ یې تر کباب کېدو وروسته بېرته ژوندۍ شوه. دواړه وزر یې وټپول او والوتله.”

کبابي وویل: ”توا هغه به زما په خبرو باور وکړي؟!”

والي وویل:‌ ”که یې ومني یا یې ونه مني، یوه خبره ده،‌ بابیزه یې وګڼه.”

کبابي وویل:‌ ”خو که راته په غوسه شي، څه به کوم؟”

والي وویل:‌ ”زما تر دربار پورې یې راکش کړه،‌ چې ستاسو ترمنځ پرېکړه وکړم!  لارې ته به یې سم کړم.”

کبابي د والي پر طبع پوی شو.‌

کبابي دومره وس نه درلود چې د والي امر پر ځمکه وغورځوي.

د هیلۍ تر کباب کېدو وروسته کبابي هغه د والي (کمیش) کور ته واستوله.‌

(۴) د هیلۍ څښتن

لږ وروسته:‌ د هیلۍ څښتن راغی.‌

له کبابي یې کباب شوې هیلۍ وغوښته.‌

کبابي ځان توتلی ښکاره کړ،‌ او د هیلۍ څښتن ته یې په خواشینې لهجه وویل ”آه،‌ ډېره ناوړه پېښه وشوه.‌ ښاغلیه! ستا هیلۍ عجیبه کار وکړ،‌ په ټول عمر مې داسې کار نه و لیدلی.!”

د هیلۍ څښتن وویل:‌ ”څه خبره ده؟!” کبابي وویل: ”کله مې چې ستا هیلۍ کباب او پخه کړه،‌ روح یې ورته راستون شو.

کبابي څو شېبې سکوت پاتې شو، بیا یې خبرې پیل کړې ”شاید دا خبره ونه منې چې ستا هیلۍ تر پخېدو وروسته بېرته ژوندۍ شوه! ما پخپلو سترګو ولیده ـ ‌په دغو دواړو سترګو مې ولیده ـ چې په دواړو وزرو یې ځان له دې ځایه ویوست او چیغې یې وهلې.‌ کله چې ژوندۍ شوه ډېره خوشحاله وه او والوتله تري تم او له سترګو مې په یوه شېبه کې آلونیه شوه.”

(۵) د الله قدرت

د هیلۍ څښتن دې خبرو سخت په غوسه کړ.‌ په لومړي سر کې یې فکر کاوه چې کبابي ټوکه ورسره کوي، خو چې پوی شو،‌ نو پر کبابي یې سترګې وربرګې کړې او د کبابي خبرې یې ورغوڅې کړي:‌ ”دا کم عقله خبرې دې نورې بس کړه! ”

کبابي ورته وویل:‌ ”زه ټوکه نه درسره کوم نه هم اپلتې وایم.‌ څه چې درته ریښتیا او حق دي. هېڅ شک او شبهه پکې نشته.”

د سړي غوسه یې لانوره پسې زیاته کړه او کبابي ته یې وویل چې ”آیا شرم نه لرې چې په لویه ږیزه داسې دروغ وایې؟”

کبابي ورته وویل: ”ته ولې ما ملامتوې، او زما په حقارت کې بیړه کوې؟‌ آیا د خدای پر قدرت ایمان لرې؟‌ ولې د هغه قدرت ته د شک په سترګه ګورې؟‌ آیا شک درلوېږي چې لوی خدای ایره شوي هډوکي بېرته راژوندي کوي؟‌ نو آیا ستا هیلۍ نه شي راژوندۍ کولی؟”

د هیلۍ څښتن بیا چیغې کړې:‌ ”بیا هم بابیزه خبرې کوې!‌ آیا له خپلې ژبې نه په دې دروغو نه شرمېږې؟‌ څرنګه وایې چې د خدای په قدرت زه ایمان نه لرم؟!‌ آیا هېر دې شول چې الله هر شي ته سبب پیدا کړی؟‌ د هر څیز لپاره یې د طبیعت داسې قانون جوړ کړی، چې سړی پښه هاخوا ترې نه شي اړولی؟”

(۶) د خلکو ګڼه ګوڼه

د کبابي او د هیلۍ د څښتن ترمنځ خبرې اوږدې شوې، چې په شورماشور یې خلک راټول شول.‌

خلکو له دواړو نه وپوښتل چې په څه شي یې شور او شغپ جوړ کړی.

د هیلۍ څښتن له کبابي سره خپله کیسه ورته بیان کړه.‌

خلک د کیسې تر اورېدو وروسته پر کبابي په غوسه شول.

ورو ورو خلک راډېرېدل او پر کبابي یې کړۍ راتنګوله.‌ نژدې وه چې ساه هم ونه شی ایستلی. کبابي هم پرځان ووېرېد او د تېښتې لار یې لټوله.‌

له هرې خوا به یې چې د تېښتې هڅه وکړه، خلکو به راګیر کړ،‌ بیا به بلې خوا ته شو. خو خلکو نه ‌پرېښود،‌ او له ټولو خواوو یې را ایسار کړی و.‌ کبابي لکه لېونی خلک یوې خوا ته ټېله کړل او د هغوی په ګڼه ګوڼه کې یې منډې ته لاره ومونده.‌ یو سړی ورته رامخې ته شو،‌ خو د کبابي د ډار سوک د دغه سړي غاښ مات کړ.‌

خلک پر کبابي لانور په غوسه شول.‌ پر کبابي یې کړۍ ډېره راتنګه کړه،  هرچا هڅه کوله چې یو سوک،  څپېړه،  لغته یا په څنګل کبابي ووهي.‌

نژدې وه چې کبابي له ډېرو وهلو ساه ورکړي.

کبابي پوی شو که یوه شېبه په دې حالت کې پاتې شي، مړینه یې حتمي ده،‌که نه دومره به ووهل شي چې د  پوستکي به شي. خو د تېښتې لار هم پرې بنده شوه.‌

په وروستۍ هڅه یې ځان د خلکو له منځه لکه غشی داسې لیرې کړ.‌

(۷) د اذان د منارې پرسر

کله چې پر کبابي لاره ورکه شوه، جومات ته یې مخه کړه.

هڅه یې دا وه چې هلته په امن کې شي. د جومات د اذان منارې ته ورغی.

له نېکه مرغه د منارې زینو ته د ختلي وره دواړې پټې په مخ پرانیستې وې.

له لرګیو پر جوړې شوې زینې مخ پورته لکه برېښنا داسې وخوت.‌

خو په زینو کې خلکو هم پسې ورمنډې کړې.‌

کبابي سوچ وکړ چې دوه اختیاره یې په مخ کې دي، درېیم غوراوی یې مرګ دی.‌

یا دا چې بېرته پر خلکو مخ راواړوي او تر خپله وسه ورسره وجنګېږي،‌ خو د خلکو په څپېړو، لغتوو سوکانو او ډبولو به ساه ورکړي!

یا دا چې خپل شجاعت وښيي او د جومات د اذن له دنګې منارې ځان راخوشی کړي؛‌ خو مرګ یې حتمي دی.‌

د تېښتې ټولې لارې یې وتړل شوې،  نو کوم یو مرګ به غوره وبولي؟!

کله چې د منارې سر ته وخوت،‌ ترې لاندې یې لاره وه.‌

ژر یې ځان ښکته لارې ته راواچاوه.!

د منارې له سره نه د ځان په اچولو سړی مړ نه شو.‌

د خدای کارونه دي چې ژوندی پاتې شو.‌

خو پر یوه لاروي راولوېده.‌

لاروی یې ځای پرځای وواژه،‌ خو کبابي نجات وموند.‌

(۸) د قصاب چړه

د کبابي په دې کار سره د خلکو غوسه یو پردوه زیاته شوه.

کبابي هم لارورکی شو او وار او پار ترې خطا شول. که یې قهرېدلي خلک ګیر کړي، په یوه شېبه کې به یې ژوند ختم کړی.‌ د کبابي سترګې د یوه قصاب پر دوکان ولګېدې.

د دوکان مخې ته پر یوه لرګینه دړه اېښودل شوې غټې چړې ته یې لاس کړ.‌

غوښتل یې خلک پرې ووېروي،‌ او له ځان نه یې لیرې کړي.

سړي د لېونتوب کارونه پیل کړل،‌ په هوا کې به یې چړه خوځوله.

په دې وخت کې زه هم پر  لاره تېرېدم او خپل خر مې تر پړي نیولی و.

د لارې په څنډه کې ورته ودرېدم چې د کبابي او قهرېدلو خلکو د پېښې ننداره وکړم.‌

زما خر له کبابي نه ایله یوڅو ګامه لیرې و.

سړي ناڅاپه چړه زما د خره لکۍ ته ورواچوله.‌

د مسکین غره لکۍ یې په بیخ کې غوڅه کړه.‌

خلک هم له دې کاره ووېرېدل او د کباب‍ي له چړې یې ځانونه شا ته کړل.

قصاب کبابي ته وویل:‌ ”د خره یې څه ګناه وه، چې برید دې ورباندې وکړ او لکۍ یې دې غوڅه کړه؟‌ او زما چړه دې ولې زما له اجازې پرته واخیسته؟”

کبابي د قصاب پوښتنې ته هېڅ ځواب ورنه کړ،‌ ما هم د خبرو هڅه وکړه،‌ له قصاب سره مې خبرې پیل کړې، خو چوپتیا مې غوره وبلله.‌

یقیني شوم چې خبرې مې ورسره کومه ګټه نه لري.

بلکې ووېرېدم چې پر ما هم برید ونه کړي.

همدا وو چې سړي ته د تېښتې لاره خلاصه شوه.

سم چې ده منډې کړې، خلکو هم پسې دوې پښې خپلې دوې پور کړې،‌ کبابي مخکې او خلک د شا نه پسې منډې وهي.

کبابي د والي (کمیش) کور ته ځان په منډو منډو ورساوه!

د والي په مخ کې

(۱) د کبابي دروغ

د والي په کور کې مدعي او مدعي علیه ټول سره یوځای او د والي پروړاندې ودرېدل.

والي هم ظاهراً ځان حیران وښود چې ګني ولې دومره ډېر خلک ورته راغلي دي.

کبابي او د هیلۍ څښتن دواړه والي ته د خپلې کیسې د بیانولو لپاره ورمخې ته شول.‌

والي کبابي ته اشاره وکړه چې خپلې خبرې پیل کړي.‌

کبابي وویل:‌ ”دغه سړي له ماسره هیلۍ پرېښې وه.”

والي یې سم لاسي په خبرو کې لکه د تروو مچ ورولوېد:‌ ”آیا له نن مخکې ستاسې دواړو ترمنځ ملګرتیا وه؟‌”

کبابي وویل: ”دا زموږ ترمنځ د لیده کاته لومړۍ ورځ وه.”

والي وویل: ”دغه سړي ولې له تا سره خپله هیلۍ پرېښې وه؟”

کبابي وویل: ”له ما یې وغوښتل چې ورته کباب او پخه یې کړم.”

والي په غوسه ناکه لهجه چیغې کړې: ‌”آیا هیلۍ ژوندۍ نه وه؟! نو ولې یې له تا نه د هغې د کباب کولو غوښتنه وکړه؟”

کبابي وویل: ”هیلۍ ذبح شوې وه.”

والي وویل: ”باید داسې خبره وکړې.‌ ولې خپله خبره همداسې نه پیلوې؟”

کبابي وویل: ”بښنه غواړم  ښاغلی والي صاحب.”

والي وویل: ”خیر دی!  ومې بښلې.  کبابي دا راته ووایه چې آیا هیلۍ دې کباب کړه؟”

کبابي وویل: ”هو! کباب او پخه مې کړه ښاغلی والي.”

والي وویل:‌ ”نو آیا څښتن یې درنه واخیسته؟”

کبابي وویل:‌ ”نه.”

والي ظاهراً په غوسه ناکه لهجه وویل: ”ته باید مجازات شې!  آیا نه پوهېږې چې الله تعالی د امانت د سپارلو امر کړی؟”

کبابي ځواب ورکړ:‌ ”داسې یوه پېښه وشوه چې زما په خوا او خاطر کې نه راتله.‌ ډېر ناشنا کار وشو،‌ هېڅوک یې نه مني.”

والي مسکی شو او کبابي ته یې د دروغو په هڅوونکې لهجه وویل: ”په دې ورځو کې ډېرې ناشنا او عجیبې پېښې ډېرې شوې دي!”

کبابي وویل:‌ ”وروسته له هغه چې هیلۍ مې ذبح،  کباب او پخه کړه،‌ روح یې ورته راستون شو.”

والي حیران شو او وویل:‌ ”الله اکبر!‌ الله اکبر!”

د کبابي جرأت لاپسې ډېر شو او وویل: ”ذبح شوې او کباب شوې هیلۍ ژر راژوندۍ شوه، بڼکې پرې راپیدا شوې لکه د اول په څېر شوه.”

والي چې پر مخ یې ددې کیسې تاثر له ورایه ښکارېده،‌ وویل: ”سبحان الله! د خدای تعالی څومره لوی شان او قدرت دی!‌ بیا څه وشول سړیه؟‌ خپله کیسه بشپړه کړه، مه وېرېږه؟”

کبابي وویل: ”هیلۍ پر پښو ودرېده او خپل وزر یې وټپول،‌ چیغې او نارې یې پیل کړې او هوا ته پورته شوه!”

(۲) د والي غوسه

د هیلۍ څښتن دغو ټوکو ته صبر ونه شوای کړای.

والي ته دې کړي: ”ښاغلی والي صاحب، آیا څرنګه تاسو دا ډول بې مفهومه او بابیزه خبرې منلی شئ؟! دا ډول محال کار څرنګه کېدای شي؟!‌ هېڅ انسان دا نه مني چې ذبح شوې، کباب شوې او پخه شوې هیلۍ دې بېرته راژوندۍ او والوځي؟!”

والي په غوسه وویل: ‌”ته عجیب سړی یې! لکه چې د خدای پر قدرت شک لرې! آیا د هغه خدای پر قدرت شکمن یې چې هیلۍ ته یې روح بېرته ورکړ،‌ ځمکې او اسمانونه یې پیدا کړي، هر موجود (انس او جن)،‌ پرښتې او شیطان، نبات او حیوان ته یې ژوند وربښلی؟ باید ددې جرم په مقابل کې زما په لاس سزا ووینې چې سم پند ترې واخلې او بیا زړه ورته ښه نه کړې.”

والي همدلته خپل ظالم حکم وکړ.‌

د هیلۍڅښتن یې لس دیناره په دې ګناه جریمه کړ چې ولې یې د هیلۍ له ذبح کېدو او پخېدو وروسته هغې ته د روح له بېرته ستنېدو  انکار وکړ.‌

ظالم احکام

(۱) غاښ په غاښ

والي دویم مدعي ته سترګې ورواړولې”ستا څه کیسه ده؟”

دغه سړي هم له کبابي او د هیلۍ له څښتن سره د خپلې قضیې په اړه معلومات شریک کړل.

والي د حقارت او سپکاوي په نظر ورته وکتل او وویل:‌”دوو کسانو په یوه داسې کار شخړه کړې چې د دوی شخصي کار دی،‌ پر بل هېچا پورې اړه نه لري. ستا یې له دوی سره څه کار؟‌ تا ته چا ویل چې ددوی ترمنځ پرېکړه وکړه؟‌ خو که حق ستا وي ارومرو به یې درته اخلم. ته چې وایې کبابي دې پرمخ سوک درکړ او یو غاښ یې درباندې والوځاوه.‌ نو کبابي باید د خپل دغه کار سزا وویني. خو تا هم له سزا پرته نه پرېږدو،‌ که چېرې دغه حکم په سمه او بشپړه توګه سرته ونه رسوې،‌ او په یوه سوک د کبابي هماغه یو غاښ ونه باسې،‌ چې ستا یې درباندې مات کړی، یا کوم بل غاښ یې مات کړې، نو پوی شه چې ښه ورځ به ونه ګورې!”

سړی پوی شو هغه کار خو هېڅ امکان لري چې والي یې ترې غواړي.

دغه متخاصم له خپل حق نه تېر شو. والي وویل:‌”د زړه سوۍ له مخې باید پر تا ترحم وکړو.‌ له خپل حق نه ستا تېرېدل مې ومنل،‌ خو عدالت خپل حقونه لري چې باید سپک ونه ګڼل شي، او موږ یې باید وساتو.‌ باید هېر نه کړې چې تا زموږ حق غصب کړی، له موږ نه دې هغه مهال واک اخیستی، چې ددو متنازعو کسانو ترمنځ‌ دې د قضاوت کولو هڅه وکړه.‌ دا یو داسې جرم دی چې له سزا پرته یې نه شې بښل کېدای. خو موږ یوازې تا په لسو دینارو جریمه کوو.

‌‌

(۲) درېیم مدعي

د هغه درېیم مدعي وار راغی چې کبابي ېې ورور وژلی.‌

والي په غوسه ورته وویل او ترې ویې پوښتل چې وې راغلی دی؟

سړي په تفصیل سره کیسه ورته وکړه.

والي یې خبرو ته ښه غوږ ونیو او مهمې یې وبللې.

کبابي ته یې د ډرامې د غوسې په شان وویل: ”نه،‌ له قصاص نه به خلاص نه شې ګناهګاره جنایتکاره.‌ تا په ناحقه یو بې ګناه انسان وژلی!”

والي د وژل شوي سړي ورور ته وکتل او وویل: ”آرام اوسه،‌ د ورور د قاتل پروړاندې به ستا په انصاف کې یوه ذره بې غوري ونه کړم.‌ زه به له عدالت نه ډکه سزا ورکړم.‌خو زه ستا ورور په یوه شي کې ملامت ګڼم، چې یو کار یې باید نه وای کړی،‌ هغه په دې احمقانه کړنې دوه ګناوې کړې دي: لومړی دا چې پر لار یې د تېرېدو حق ځان ته داسې مهال ورکړی،‌ چې په همدې شېبه کې کبابي له منارې ځان راغورځوي. دویم دا چې پخپل ناڅاپي مرګ سره یې د داسې یوه انسان ژوند ژغورلی چې باید ژوندی نه وای پاتې شوی.‌ خو په هر حال،‌ اوس چې ستا ورور فاني نړۍ ته کوچېدلی دی،‌ زموږ له وس وتلې خبره ده چې ستا ورور مجازات کړو.‌ خو د عدالت له نېکه مرغه دا وس لرو چې ستا د ورور په حق کې د هغه له قاتل سره منصفانه معامله وکړو.‌ دا د خدای پروړاندې زموږ دنده ده،‌ چې باید بې غوري پکې ونه کړو.‌ ستا لپاره زموږ حکم دا دی،‌ له کبابي سره باید داسې معامله وکړې لکه ستا له ورور سره چې ده کړې ده. زموږ درته اجازه ده چې د جومات د اذان منارې ته وخېژې،‌ لکه ستا د ورور قاتل چې ورختلی و،‌ کبابي پر هغه ځای ودرېږي لکه ستا ورور چې پرې ولاړ و،‌ او خپل ځان له منارې نه پر کبابي راوغورځوې،‌ داسې ورسره غېږ په غېږ شې لکه له ستا ورور سره چې کبابي لاس او ګرېوان شوی و.”

د والي په دې غوښتنې د شاکي وېره ډېره شوه.‌

په مخ کې یې پرته له دې چې له خپل حق نه تېر شي، بله چاره نه وه.

والي ورته وویل:‌ ”باید هېر نه کړې چې تا د خپل ورور له مشروع حق څخه په تجاوز کولو زموږ له حکم وروسته عدالت په غوسه کړ، او د عدالت تنفیذول پر تا واجب دي. د واجب له ترسره کولو تېښته جرم دی چې سړی ورباندې نه بښل کېږي. خو زموږ مهرباني دا ایجابوي چې پر تا زړه سوی وکړو.‌ دا ځل کافي ګڼو چې لس دیناره دې له دې کبله جریمه کړو چې تا وېره او تردد ښودلی دی.”

(۳) د ملا نصرالدین تېښته

کله مې چې والي ولید، چې پخپلو احکامو او پرېکړو کې ظالمانه فیصلې کوي، له ځانه سره مې وویل: ”ملا نصرالدینه،‌ باید له هغه څه پند واخلې چې پخپلو سترګو یې شاهد وې،‌ او په غوږونو دې واورېدل:‌

د هیلۍ څښتن هیلۍ هم له لاسه ورکړه، او جریمه هم شو!

هغه چې غاښ یې مات شوی،‌ هم جریمه شو!

هغه سړی چې ورور ې وژل شوی،‌ هم له غرامت ونه ژغورل شو!”

د والي احکام دا ډول ظالم وو.‌

یقیني شوم چې هېڅکله به له والي نه خپل حق وانخلم.‌

خپل بې لکۍ خره ته مې وکتل او خپل خره ته مخاطب شوم:‌ ”که چېرې ستا قضیه د والي مخې ته کېږدم،‌ ارومرو به یې پرېکړه دا وي چې ما جریمه کړي، لکه له ما مخکې یې چې له نورو سره دا کار وکړ.”

له خپل خره سره وتښتېدم،‌ تېښته مې سلامتیا او غنمیت وګاڼه او له ځانه سره مې وویل:

”بدبخته شوم ـ چې دلته راغلم ـ بدبخته شوم!

پر خپل بخت راضي یم!

د خره په غوڅې لکۍ راضي یم ـ راضي یم!”

‌‌‌

مخکنۍ لیکنه
د پوروړي کیسه
بله لیکنه
د افغانستان جغرافيه

ځواب دلته پرېږدئ