روایت کا، د یوه سړي لاس ډېر تنګ شو او پورونه پرې ورځ له بلې ډېرېدل چې د نه شو ادا کولی او پور ورکوونکي به هره ورځ ورتلل.
یوه ورځ یوه تاجر ته ورغلی او ورته وویل یوڅه پیسې راکړه په ټاکلي وخت به یې درکړم، دواړو موافقه وکړه، پوروړی ولاړ د نورو خلکو پورونه یې پر وخت ورکړل، شپې او ورځې تېرېدې خو د سړي حالت هماغسې و، (د تجار پوروړی) و او د هغه د پور د بېرته ورکولو نېټه هم راورسېده، خو له ده سره هېڅ هم نه وو چې ور یې کړي. سوداګر ورغی او خپل پور یې ترې وغوښت، خو هېڅ لاس ته ورنغلل، سوداګر قاضي ته شکایت وکړ، قاضي پر پوروړي د زنداني کېدو حکم وړ، خو پوروړي سړي قاضي ته وویل:
ښاغلیه، تر سبا پورې وخت راکړه چې مېرمن مې خبره کړم زه شاید زنداني شم.
قاضي سړي ته وویل: څه ضمانت شته چې ته به سبا ته راستون شې؟
سړي وویل: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مې ضامن دی، که راستون نه شوم، نو په دنیا او اخرت کې شاهدي ورکوم چې زه د محمد صلی الله علیه وسلم امتي نه یم.
قاضي چې نېک سړی و، د دغه ضمانت پر قدر پوهېده او د پوروړي خبره یې ومنله چې خپل کور ته ستون او سبا ته بېرته راشي.
کله چې سړی کور ته ولاړ او مېرمن یې پر وضعیت خبره کړه، دې صالحې ښځې خپل مېړه ته وویل دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې قاضي ته خپل ضامن غوره کړی، نو راځه پر هغه (صلی الله علیه وسلم) درود ووایو کېدای شي د هغه په برکت مو پور ادا او له ستونزې خلاص شو.
دواړو تر هغه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایه چې خوب پرې ورغی.
پوروړي سړي رسول الله په خوب کې ولید چې ورته ویل یې:
سبا والي ته وره او زما له خوا سلام پرې وایه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل والي ته ووایه چې ستا پور ورکړي.
که ستا د ریښتینولۍ پوښتنه یې و کړه، ورته ووایه:
دوه نښې درته وایم:
لومړۍ دا چې والي هره شپه پر ما زر ځله پرلپسې درود وايي
دویمه نښه دا ده چې تېره شپه د درد په شمېر کې تېروت، زېری ورکړه چې پر ما یې پوره درود ویلی دی.
کله چې سړی راویښ شو، ژر د ښار والي ته ورغلی او ورته وویل:
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ستا سلام وایه او له تا یې غوښتي چې زما پور پرې کړې.
والي ورته وویل: څومره پوروړی یې؟
پنځه سوه دیناره
بیا والي وویل: ستا ددې خبرې د ریښتینولۍ نښه څه ده؟
سړی: دوه نښې دي
لومړۍ دا چې ته هره شپه پر رسول الله زر ځله درود وایې
والي وویل: رښتیا وایې
بیا والي وژړل
سړي وویل: دویمه نښه دا ده چې ته تېره شپه په حساب کې تېروتې، رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری درکوي چې تا بشپړ درود ویلی
والي وویل: رښتیا وایې او سړي ته یې له بیت الماله د پنځه سوه دینارو ورکولو امر وکړ، بیا یې له خپل حسابه د دوه نیمو زرو دینارو ورکولو امر وکړ
سړی ژر د والي له دفتره ووت چې پر خپله ژمنه ولاړ پر وخت قاضي ته ځان ورسوي او د هغه سوداګر پور ورکړي
کله چې قاضي ته ورغی، قاضي هم دده په انتظار و او په لاس کې یې د پیسو یوه همیانۍ وه، قاضي ورته وویل: زه ستا پور ورکوم او دا پنځه سوه دیناره زما له خوا تا ته بخششي ده، ځکه چې ستا په برکت مې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې ولید او راته وویل: که د دې سړي پور ورکړې نو د قیامت په ورځ به یې تا ته بدله درکړو
سوداګر هم راورسېد او قاضي ته یې وویل:
ښاغلیه ما دې سړي ته خپل پور وربښلی او دا پنځه سوه دیناره زما لخوا ورته ډالۍ دي؛ ځکه چې دده په برکت مې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې ولید چې راته ویل یې: که دا وبښې د قیامت په ورځ به تا وبښو
سړی د قاضي له دفتره په خوشحاله زړه ووت او خپله مېرمن یې په وضعیت خبره کړه
له کوره د خپل پور د ادا کولو په نیت د پنځه سوه دیناره پیدا کولو په هوډ ووت، خو چې راستون شو څلور زره دیناره ورسره وو، دا ټول پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود د برکت له کبله.
صلی الله علیه وسلم