یوه شپه ابراهیم ستوری په خوب کې ولید، وویل: دا زما رب دی.
خو کله چې ستوری ورک شو، ابراهیم وویل: نه! دا زما رب نه دی!
ابراهیم سپوږمۍ ولیده: وویل: دا زما رب دی.
کله چې سپوږمۍ ورکه شوه، ابراهیم وویل: نه! دا زما رب نه دی!
او لمر وخوت، ابراهیم وویل: “دا زما رب دی دا تر ټولو لوی دی”.
کله چې ماښام لمر ولوېد ابراهیم وویل: نه! دا هم زما رب نه دی.
بېشکه الله ﷻ ژوندی دی نه مري.
له شک پرته الله ﷻ باقي دی نه ورکېږي.
الله ﷻ قوي دی هېڅ شی پرې غالب نه دي.
او ستوری کمزوری دی چې ګهیځ پرې غالبېږي.
او سپوږمۍ کمزورې ده لمر پرې غالبېږي.
او لمر کمزوری دی چې شپه او ورېځې پرې غالبېږي.
او ستوری له ما سره مرسته نه شي کولی ځکه کمزوری دی.
او سپوږمۍ هم له ما سره مرسته نه شي کولی کمزورې ده.
او لمر هم له ما سره مرسته نه شي کولی ځکه کمزوری دی.
او خدای له ما سره مرسته کوي.
ځکه چې ژوندی دی نه مري.
او باقي دی نه پنا کېږي.
او قوي دی هېڅ شی پرې نه غالبېږي.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه (۸ – زما ربّ الله ﷻ دی)