دیني کیسې

بندي وزیر

لړلیک

لومړی څپرکی

دویم څپرکی

درېیم څپرکی

د کیسې پای

لومړی څپرکی

(۱) هندی واکمن

پخوا زمانه کې یو ځواکمن،‌ سخت زړی هندی واکمن و.‌ ددغه ظالم واکمن تر لاس لاندې نور والیان وو،‌ چې د هند په یوشمېر ښارونو یې واکمني کوله،‌ خو په هند کې د واکمنۍ وړ زرګونه نور کسان هم وو.‌ دغو کسانو د واکمن مخالفت نه شوی کولی،‌ او نه یې هم له امر سرغړونه کوله.‌

هرکله به چې یوچا مخالفت وکړ،‌ دیکتاتور واکمن به یې په ځپلو پسې راواخیسته او له حد تېر ظلم به یې ورسره کاوه.‌ د وخت په تېرېدو له ظالم واکمن سره چورت پیدا شو چې ګني هغه له تېروتنې پاک دی.

(۲) عادل وزیر

د ولس هره چاره به چې دغه ظالم واکمن ته وسپارله شوه، د خلکو پښې به لړزېدې، ځکه ده به په ناحقه حکمونه کول.

خو ددغه ظالم پاچا د (سیلا) په نوم یو عادل وزیر و.‌ دغه وزیر زړه سواندی،‌ د نېک شهرت څښتن و او د هرې چارې پایلې ورته معلومېدې،‌ باتدبیره او ښې پرېکړې به یې کولې،‌ تل به یې د ولس د هوساینې په اړه فکر کاوه،‌ او له دښمنانو به یې د هېواد د ژغورنې نېک پلانونه جوړول.‌ د ظالم پاچا حماقت ته به یې پخپله ځیرکتیا معقولې لارې لټولې، پخپل ذکاوت او لطف به یې د پاچا د بغاوت او حیلو مخه نیوله.

(۳) د وزیر اخلاص

پاچا ته د خپل وزیر فضیلت معلوم شو،‌ چې د دولت په چارو کې ټینګ هوډ او د دولت د ستونزو په حل کې پرېکنده تصمیم لري، له وزیر سره یې ډېره مینه پیدا شوه،‌ همدا وو چې خپل باوري نژدې سړی یې کړ،‌ هېڅ وخت به یې د هغه له مشورې پرته حکم نه کاوه،‌ او نظر ته به یې پوره درناوی درلود.‌ وزیر ته یې ډېر واک او ځواک ورکړ،‌ خو په ارزښتناکو ډالیو یې هم ونازاوه.‌

ولس هم د وزیر مقام ته احترام کاوه،‌ د هغه د اخلاص،‌ عدل،‌ کرم او نېکو اخلاقو قدر یې کاوه.‌

(۴) د (سیلا) نصیحت

د ظالم پاچا د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې،‌ د هغه عقل کار پرېښود او د بغاوت کچه یې اوج ته ورسېده.‌ وزیر هم دغه کار ډېر ځوراوه،‌ او له هغه سره یې د پاتې کېدو توان ختم شو،‌ ځکه چې پاچا به ډېر ناوړه کارونه کول او تل به یې له سختۍ او شدت کار اخیست.‌

وزیر پخپلې ځیرکتیا دې پایلې ته ورسېد چې د پاچا له خوا نوي ظالم واکمن قوانین ښې پایلې نه لري. همدا وو چې پاچا ته یې د ناوړه پایلو په اړه خبر ورکړ.‌

(۵) د یاغي پاچا غوسه

پاچا ته د وزیر د نېکو مشورو په درشل کې پاچا پر وزیر خپله غوسه سړه کړه،‌ که چېرې د پاچا اوامر عملي نه کړي، هغه ته به سزا ورکړي:‌ ”ته باید زما تګلاره عملي کړې،‌ په پټو سترګو زما امر ومنې،‌که نه نو زما انتقام او زور به دې اوبه کړي.”

وزیر پوی شو د پاچا خبرداری رښتیا کېدونکی دی.‌ او یقین یې دا و که چېرې یې په مقابل کې ودرېږي او یا یې ظالمانه امرونه ونه مني، ارومرو به له زوره کار ورسره واخلي، خو دغه ځیرک وزیر پوهېده که د پاچا ورته شا شوه،‌ د وزیر د ژوند په اخیستو هم سرپه نه کوي.‌

(۶) ورستی اخطار

د پاچا غوسه او له وزیر سره یې کینه وروستي حد ته ورسېده، خپلو ساتونکو ته یې غږ کړ،‌ هغوی په منډه راغلل. ‌بیا یې وزیر ته وکتل او په اخطاریه لهجه یې ورته کړل:‌ ”مخکې له دې چې خپل زور دروښیم،‌ اوس د وروستي ځل لپاره فرصت درکوم. که چېرې دې له دې فرصته هم ګټه وانخیسته،‌ هېڅکله به بیا داسې موقع ونه مومې؛‌ ځکه که خپلې سرتمبګۍ ته دوام ورکړې، مرګ به دې په انتظار وي. اوس راته ووایه چې:‌ آیا زما اوامر به عملي کوې؟”

وزیر (سیلا) په ټینګ هوډ او اصرار سره د پاچا د خبرو ردولو لپاره سر وخوځاوه.‌

پاچا ساتونکو ته امر وکړ:‌ ”راشئ او دغه ګناهکار ونیسئ،‌ او د هلاکت په لوړ څلي کې یې بندي کړئ، چې د ژوند وروستۍ ورځې د هلاکوونکي لمر تر وړانګو لاندې له خوړو او څښاک پرته تېرې کړي،‌ له لوږې او تندې به ومري،‌ دا به دده د کینې سزا وي”.

(۷) د ساتونکو حیرانتیا

ساتونکي د پاچا په امر سره حیران شول،‌ نه پوهېدل څه وکړي. دغه لوی وزیر ته پښې نیولي ورنژدې شول،  ځکه د هغه خطرناک مقام ورته معلوم و،‌ چې څو کلونه یې د پاچا پرځای خطرناک امرونه صادرول او په ښار کې له پاچا وروسته همدغه وزیر د لوی واک څښتن دی.‌ ساتونکي د وزیر په عدالت هم خبر وو،‌ چې په ولس کې یې پر کمزورو زړه سوی کاوه او له ګناهکارو سره سختي. هېڅ ساتونکي د وزیر لاس نیولو ته جرأت نه کاوه.‌

خو وزیر چې دا حالت ولید،‌ ساتونکو ته یې زړه ورکړ،‌ او ورو یې دوی ته وویل:‌ ”مه وېرېږئ، تاسو امانتدار او سخي انسانان یئ، زه له نیول کېدو نه تښتم. دا دی زه پخپله د پاچا له امر سره سم د هلاکت څلي ته خېژم.”

بیا وزیر د پاچا له درباره ووت او ساتونکي ترې چارچاپېره روان وو.‌ وزیر مخکې آرام او سرلوړی او ساتونکي یې تر شا روان وو، ځکه دی ډاډمن و چې خپل کار یې په صداقت مخته وړی.‌

(۱) د سیلا (شجاعت)

وزیر (سیلا) پوهېده چې د هلاکت په څلي کې به ډېر ځور پرې راشي.  او پر دې هم خبر و چې په دغه څلي کې ټول بندي شوي کسان مړه شوي او یو یې هم نه دی ژغورل شوی.‌ وزیر پر خپل اجل او د مرګ په نژدې کېدو ډاډه و.‌ او په دې باور و چې له دغه څلي به یې مړی راوباسي،‌ او یا دا چې هلته به یې ژوندی خښ کړي. خو ظاهراً یې هېڅ وارخطايي ونه ښوده،‌ بلکې صابر پاتې شو او خپل ځان یې خدای ته وسپاره.

(۲) د وزیر مېرمن

وزیر د خپل برخلیک په اړه په ژور سوچ کې ولاړ،‌ خو وروسته یې د ځان ژغورلو لپاره یوه هوښیارانه حیله په ذهن کې وګرځېده. وزیر د هلاکت په څلي کې باوري ملګری نه لاره چې د هغه، دا پلان عملي کړي، خو خپله مېرمن یې تر هر چا ډېره باوري وه.‌

یوه ساتونکي د وزیر مېرمن په ټولو پېښو خبره کړه.‌ کله چې شپه تیاره شوه، د وزیر مېرمن ووتله او ځان یې د څلي تر دېوالونو ورساوه.‌

(۳) د مېړه او ښځې مرکه

کله چې وزیر (سیلا) پر خپلې مېرمنې سترګې لګېدې،‌ سلام یې ورته وکړ،‌ هغې په ژړغوني او ټیټ غږ ترې وپوښتل: ”آیا کولی شم ستا په ګټه کوم کار وکړم؟”

وزیر مېرمنې ته په ټیټ غږ وویل:  ”هو، ته ما ته ډېر ګټور کار کولی شې. خو له زغم کار واخله او پر خدای باور وکړه،‌ چې زموږ هڅې ناکامې نه شي، او خپل زړه هېڅکله نهیلی نه کړې،‌ ځکه چې نهیلي د ذلت لپاره لاره هواروي،‌ او صبر د کامیابۍ کیلي ده.”

(۴) د ژغورنې توکي

ښځې وزیر ته په ټیټ غږ وویل: ”له خپل زړه نه امر راته وکړه،‌ ستا هر امر ته چمتو یم.”

سیلا وویل:‌ ”خپل کور ته ژر ستنه شه او له ځانه سره ماته لاندې څیزونه راوړه:‌

ـ لومړی:‌ یوه غټه ګونګټه.

ـ دویم:‌ شپېته متره نری ورېښمیني تار،‌ چې د غڼې (تارکشې) له تار ډبل نه وي.

ـ شپېته متره ټینګ اوبدل شوی پخته یي تار.

ـ څلورم:‌ شپېته متره کلک او پیړ تار.

ـ‌ پنځم:‌ یو ډېر ټینګ او کلک پړی،‌ چې خپل ټول ځان ورپورې وتړم،‌ خو ونه شکېږي.‌

ـ شپږم:‌ یوڅاڅکی ګبین‌ (شهد) خو دا ټول څیزونه خطر هم لري.

(۵) د خبرو پای

د وزیر مېرمنې د خپل مېړه خبرو ته کلک غوږ نیولی و،‌ کله چې هغه خبرې پای ته ورسولې،‌ دې یې غوښتل شوي شیان یو یو تکرار کړل.‌

غوښتل یې له وزیر وپوښتي: ولې یې ګونګټه وغوښته،‌ او د شهدو په څاڅکي څه کوي؟‌ خو هغه یې خبرې غوڅې کړې:‌ ”په هغه څه یوه دقیقه وخت هم مه ضایع کوه چې ګټه پکې نه وي،‌ بلکې زما ګرانې ژر کور ته ستنه شه او څه چې غواړم ژر یې راوړه،‌ موږ ډېر وخت نه لرو.‌ ایله تر سخت ګرم لمر لاندې یوه بله ورځ تېره کړای شم،‌ نه خواړه شته نه څښاک. ژر کور ته ستنه شه، ددغو څیزونو په ګټه به وروسته پوی شې.”

  (۶) د ښځې ستنېدل

د وزیر مېرمن پوی شوه چې مېړه یې په ډېر ناوړه حالت کې دی.‌ هغې هم وخت ضایع نه کړ او ژر کور ته ستنه شوه.‌

خو وزیر (سیلا) یې په بې صبرۍ ستنېدو ته سترګې په لاره و،‌ د خپل پلان په  بریالي کېدو هم شکمن و او هم یې هیله لرله،‌ خو باور یې دا و چې هره کوچنۍ تېروتنه یې پلان له ناکامۍ سره مخامخولی شي، که دا کار وشي، شاید یو یا دواړه د هلاک کندې ته ولوېږي.

درېیم څپرکی

(۱) له څلي لاندې

د وزیر مېرمن له سپېده داغ مخکې څلي ته ورسېده، وزیر یې غږ واورېد، خو د وخت د کمښت له کبله یې خپل پلان ورته تشریح نه کړای شو.

(۲) د ګونګتې پزه

مېرمنې ته د وزیر لومړۍ خبره دا وه چې:‌ ”ګونګټه د نري ورېښمین تار په سر پورې وتړه،‌ بیا په شاتو د ګونګټې پزه غوړه کړه.”

وزیر ورته وویل:‌ ”ګونګټه د څلي پر دېوال پورې پرېږده،‌ سر یې پورته کړه،‌ ګونګټه به عسل بوی کړي ـ خو پوهېږي به نه چې هغه یې پر پزې پورې تړلي دي ـ  داسې ګومان به وکړي چې د څلي په سر کې د شاتو د مچیو ځاله ده،‌ هڅه به وکړي چې د څلي سر ته د شاتو د اصلي ځای موندلو په نیت وخېژي، د څلي تر سر پورې ختلو ته به خپل مزل ته دوام ورکړي.”

(۳) د څلي پر دېوال

د وزیر مېرمنې د هغه خبرې عملي کړې.‌ ګونګټې د څلي سر ته پر دېوال ختلو ته دوام ورکړ، وزیر مېرمنې ته وویل: ”تار ورو ورو ورخوشی کړه،‌ خو چې فشار ورباندې ورنه شي، ځکه دا کار یې مخ پورته د تګ مخه نیسي.‌ خو د تار هغه بل سر خوشی نه کړې،‌ ځکه چې زموږ د پلان بریا او ناکامي ورپورې تړلې ده.”

(۴) د څلي پر سر ګونګټې

د څلي سر ته تر ختلو پورې تګ ته دوام ورکړ،‌ په دې وخت کې پر اسمان د لمر لومړۍ وړانګې هم وځلېدې،‌ او د ګهیځ رڼا په تیتېدو شوه.

د څلي سر ته د ګونګټې په رسېدو وزیر زښت ډېر خوشحاله شو،‌ او د خپل پلان لومړی پړاو یې کامیاب شو، ګونګټه یې ونیوه او ښځې ته یې وویل: ”اوس ژر کوه د پخته يي تار یو سر د  وریښمیني تار پر سر پورې وتړه.”

کله یې چې دا کار وکړ،‌ وزیر وریښمین تار ورو ورو ورکش کړ تر هغو چې پخته يي تار ته ورسېد.‌

سیلا وویل: ”اوس پیړ تار پر پخته يي تار پورې وتړه.”

کله یې چې ښځې دا کار وکړ،‌ پخته يي تار یې هم ورکش کړ،‌ او پیړ تار ته یې لاسونه ورسېدل.

د هغه ښځه پوی شوه چې مېړه یې څه غواړي،‌ د پړي سر یې پرته له دې چې هغه ورته ووايي، پر پیړ تار پوره وتاړه.‌ سیلا هغه ژر ورکش کړ، او د پیړ پړي سر یې ونیو،‌ د خوشحالۍ نښې یې په مخ کې پیدا شوې چې ګني د ژغورنې پلان یې کامیاب شو.‌ د پړي سر یې پر څلي پورې وتاړه،‌ بیا یې پړی په زور وخوځاوه،‌ چې څومره ټینګ شوی دی.‌ بیا یې زور ورباندې وکړ چې له ټینګښت یې ځان ډاډمن کړي،‌ چې آیا دده د لېږدولو توان لري او که نه،‌ او غوټه خو به یې نه پرانیستل کېږي، پړی یې تر هغو ونیو چې پښې یې پر ځمکه ولګېدې.‌

د سیلا  د مېرمنې پر خوله هم له خوښۍ مسکا راغله ـ خندانه او ژړغونې ـ مېړه او ښځه دواړه په غره کې یوې سمڅې ته ولاړل،‌ چې هلته ورځ‌ تېره کړي، او د شپې په راتلو دواړه بل هېواد ته وتښتي،‌ او هلته آرام ژوند پیل کړي.‌

د کیسې پای

(۱) د پاچا خوب

پاچا داسې هک پک شو، چې هېڅ په خاطر کې یې نه تېرېده،‌ اندېښنو او وېرو توتلی کړ،‌ چې ولې یې له بندي وزیر نه د غچ په اخیستلو کې بیړه وکړه.‌ خو پوی شو چې د خپل تجربه کار او ځیرک وزیر له لاسه ورکولو وروسته نور د هېواد له سیاست مخته بېولو ناتوانه دی،‌ او پر خپلو شاوخوا دښمنانو برلاسي نه شي موندلی.‌ پر خپلو کړو پښېمانه شو،‌ کرۍ شپه یې خوب ونه کړ.‌ کله چې د سپېداغ نښې ولیدل شوې،‌ پرموښۍ یووړ،‌ خوب یې ولید چې پر دېوال ګونګټه مخته پورته خېژي،‌ د ورېښمو او پختې تارونه ورپورې تړلي وي،‌ خو د دېوال په نیمايي کې ګونګټه د پړي او تارونو له کش کولو ناتوانه شي، او له دې یوه ښکلې جمله جوړه شي:‌ ”عدالت د واکمنۍ بنسټ دی”.

چې مخ ته ګوري، بندي وزیر یې پر تاج او تخت ناست وي.‌

‌(۲) د هلاک په څلي کې

پاچا په ترهېدلې څېرې راویښ شو،‌ او پر خپلو ساتونکو یې لېونی غوندې غږ وکړ،‌ او د څلي د پرانیستلو امر یې ورته کړ.‌ د وره له پرانیستو سره سم پاچا د څلي سر ته وخوت،‌ په لاره یې په خوب کې لیدلې ګونګټه ولیده.‌ وېره یې لا پسې ډېره شوه،‌ بیا د بندي وزیر په لټه کې شو، خو ویې نه موند.

(۳) د ظالم برخلیک

پاچا چې ښکته وکتل،‌ د څلي پر سر پورې یې تړلی پړی ولید،‌ چې ښکته ځړېږي،‌ د څلي منځ ته ورغی لانور ځان پوی کړي،‌ خو څه خبر و چې پښې به یې ښویېږي، او د څلي له سر نه به تر ځمکې پورې رالوېږي.

(۴) د ولس خوشحالي

لږ وروسته د هېواد په لروبر کې تر خلکو پورې دا خبر د برېښنا په څېر ورسېد،‌ او پر هرڅه خبر شول.‌ ټولو چیغې وهلې چې (سیلا) وزیر یې پاچا دی.‌ د هېواد مخور او مشران د ولس د ارادې عملي کولو لپاره په خوشحالیو راغلل چې د یوه ظالم پاچا له ناتاره خلاص شول.‌ ټول د وزیر په لټه کې شول،‌ خو په هېڅ ‌ځای کې یې تر ماښامه ونه موند،‌ نهیلي بېرته راستانه شول.‌

(۵) نوی پاچا

(سیلا)‌ وزیر د ماښام تر تیارې پورې تم شو،‌ بیا له خپلې مېرمنې سره له سمڅې راووت چې یوه خوندي هېواد ته وتښتي، خو په لار کې یې خلک له خوښیو ډک ولیدل،‌ چې نوې نارې یې وهلې، ‌دواړه حیران شول. مېرمنې له یوه سړي وپوښتل څه خبره ده،‌ هغوی د یوې ناشنا ښځې ګومان ورباندې وکړ او ټوله کیسه یې ورته وکړه.‌

سیلا د پاچا ماڼۍ ته ولاړ.‌ د دولت او ولس مخور او مشران یې مبارکۍ او هرکلي ته راتلل.‌

له هماغې ورځې بندي وزیر د هېواد واکمن شو.‌

لیکوال: کامل کیلاني

ژباړن: هدایت الله همیم

پای

بله کیسه:‌ (لوستونکی خر)

مخکنۍ لیکنه
لوستونکی خر
بله لیکنه
ترکاڼ پاچا

ځواب دلته پرېږدئ