الله ﷻ وغوښتل چې دا استازی انسان وي او د خلکو له ډلې وي، خلک یې وپېژني او په خبره یې پوه شي او که پیغمبر پرښته وای،‌ خلکو به ویل: موږ څه کار ورسره لرو؟!

هغه پرښته ده او موږ انسانان!

موږ خوراک او څښاک کوو، کورنۍ او بچیان لرو، نو څنګه د ﷻ عبادت وکړو؟‌

که پیغمبر انسان وای نو ویلي به یې وای چې زه خورم او څښم او کورنۍ لرم او د الله ﷻ عبادت کوم، ولې تاسو د الله ﷻ عبادت نه کوئ؟

که پیغمبر پرښته وای خلکو به ویل: ته نه تږې کېږې او نه وږې کېږې او نه ناروغېږي او نه مرې، د الله ﷻ عبادت کوې او تل یې یادوې!.

موږ انسانان تږي کېږو، وږي کېږو، ناجوړېږو او مرو، نو څنګه د الله ﷻ عبادت وکړو او تل یې یاد کړو؟

که پیغمبر انسان وای، نو ویل به یې چې زه ستاسې غوندې تږی کېږم او وږی کېږم، ناروغ کېږم او مرم او د الله ﷻ عبادت کوم او یادوم یې، نو تاسو ولې د الله ﷻ عبادت نه کوئ او نه یې یادوئ؟

د خلکو خبرې به بندې وای او عذر به یې نه موندلی.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم