د ساره په نامه د ابراهیم یوه بله ښځه وه.
ابراهیم د اسحق په نامه یو بل زوی هم درلود.
ابراهیم په شام کې واوسېد او اسحق هم همالته اوسېده.
اسحق په شام کې د الله ﷻ کور جوړ کړ، لکه پلار او ورور یې چې په مکه کې د الله ﷻ کور جوړ کړی و.
او په شام کې چې اسحق جومات جوړ کړی هغه بیت المقدس دی.
دا د اقصی هغه جومات دی چې الله ﷻ یې چارچاپېره برکت اچولی او د اسمعیل د اولاد د برکت په شان الله ﷻ د اسحق په اولاد کې هم برکت واچاوه چې نبیان او پاچاهان پکې وو.
اسحق د یعقوب په نامه یو زوی و چې هغه هم نبي و.
یعقوب دوولس زامن درلودل، چې یوسف بن یعقوب هم پکې و او یوسف په قرآن کې عجیبه کیسه لري.
کیسه یې داسې ده!
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه (۱-عجیب خوب)