د کدو مندکې (زړي) 🎃 خوره ډېرې ګټه لري، چې ځینې یې دا دي:
1️⃣ بډایه مغذي مواد – پروټین، صحي غوړ، فایبر، مګنیزیم، زنک او انټي اکسیدان لري.
2️⃣. د زړه روغتیا – مګنیزیم د وینې فشار تنظیموي او د زړه روغتیا ته ګټه رسوي.
3️⃣ ښه خوب – ټریپټوفان نومي امینو اسید لري، چې د سروټونین تولید زیاتوي او له ښه ویدېدو سره مرسته کا.
4️⃣. د پروسټېټ او مثانې روغتیا – د پروسټېټ د ناروغیو خطر کموي او د ادرار سیستم ته ګټه رسوي.
5️⃣. قوي معافیتي سیستم – زنک او انټي اکسیدانونه د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي.
6️⃣. د وینې شکر کنټرول – مګنیزیم د انسولین حساسیت ښه کوي او د وینې شکر تنظیموي.
7️⃣ انټي انفلاماتوري ځانګړتیاوې – د بدن د التهابي (سوختي) حالاتو کمولو کې مرسته کا.
8️⃣ د هډوکو روغتیا – مګنیزیم او فاسفورس د هډوکو قوي کولو کې مرسته کا او د هډوکو د رژېدو مخنیوی کا.
9️⃣. د هاضمې ښه والی – فایبر د هاضمې سیستم ته ګټه رسوي او د کولمو روغتیا ښه کوي.
1️⃣0️⃣. د وزن کنټرول – پروټین او فایبر مو د اوږدې مودې لپاره ماړه ساتي، چې د غیر ضروري خوراک مخنیوی کا.
د کدو زړي خام، وریت شوي، یا له سلاد سره خوړلی شئ