په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په خوست ولایت کې له یو ډله ییز قبره موندل شوي هډونه بېرته خاورو ته سپارل شوي دي.
له دې مخکې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي وو، چې دا قبر د خوست شیخ زاهد پوهنتون ته نژدې هغه ځای کې موندل شوی، چې د اوبو زېرمه کولو لپاره د یوه بند کېندلو چارې روانې وې.
د طالبانو په حکومت کې د خوست مرستیال والي، مولوي محبوب شاه وویل، د موندل شویو مړیو شمېر نژدې ۱۱۰ ته رسېږي.
نوموړي ادعا وکړه، چې د دوی عدلي طب مسوولینو له معایناتو وروسته ثابته کړې، چې دا مړي په افغانستان کې ”د کمونیستي رژیم په لومړیو کې وژل شوي” او په دې ډله ییز قبر کې خښ کړل شوي دي.
د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې هم د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال له قوله ویل شوي، چې: ”دغه ملکي کسان شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې په شهادت رسول شوي چې ښځې هم په کې شاملې دي.”
مولوي محبوب شاه وايي، له دې ډله ییز قبره موندل شوي مړي همالته د ”شهیدانو په یوه هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي او همالته به د دې کسانو په یاد یو یادګاري څلی هم چمتو کېږي.”
خپلواکو سرچینو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې د ډله ییزو قبرونو موندل کېدو رپوټونو ورکړل شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې وروسته له هغه چې طالبانو د کندهار ولایت سپین بولدک او دامان ولسوالیو کې د ډله ییزو قبرونو د موندل کېدو خبر ورکړ، د ملګرو ملتونو چارواکو په دې تړاو پر څېړنو ټینګار کړی و.
هغه مهال د بشري حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پټریشا ګوسمن په دې هکله یوه ایکس پیغام کې لیکلي و، اړینه ده چې دا ډول ډله ییز قبرونه خوندي وساتل شي او د مناسبې څېړنې ډاډمنتیا لپاره یې مختصص څېړونکي وغوښتل شي.
د افغانستان مخکینيو حکومتونو هم د کابل، سرپل، کندهار، هرات او ځینو نورو سیمو په ګډون د افغانستان بېلا، بېلو سیمو کې د ورته قبرونو موندلو یادونه کړې وه. د طالبانو حکومت چارواکو په وینا دوی د وروستي موندل شوي قبر په هکله د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره یوې کمېټې ته دنده سپارلې ده.