ځانګړې لیکنې

د انسان بدن یولوی اعجاز… د ماغزو توجه او استقرار کې د لمانځه اغېزه

یو سړی دعاء کوي


د لمانځه له اسرارو څخه یو د ماغزو په توجه کې د لمانځه اغېزه ده.
خدای پاک فرمایي: (الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ): هغه کسان چې ایمان یې راوړی او د پیغمبر بلنه یې منلې ده او د هغوی زړونوته د الله پاک په یاد سره ډاډېینه ورپه برخه کېږي،خبرداراوسﺉ همدغه دالله پاک یاد هغه څیزدی ،چې په هغه سره زړونوته ډاډېینه ورپه برخه کېږي.
د الرعد سورت ۲۸م آیت.
همدارنګه فرمایي: (أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآَنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآَنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا) وروسته دلمرله زواله ترتیارې دشپې پورې لمونځ سم ودروه، (یعنې دماسپښین،مازیګر،ماښام، او ماخوستن لمنځونه اداکړه) او له قرأت دګهیځ (یعنې دسهارلمونځ اداکړه) چې قرآن لوستل (لمونځ کول) دګهیځ حاضرشوی دی. د الاسرا ٔ سورت ۷۸م آیت.

علمي څېړنه :
=========
دیولړڅېړنوله پایلوداجوته شوې،چې لمونځ او خشوع ددماغ په استقراراوتوجه کې په خپلکاري توګه اغېزه کوي، اوداهم څرګنده ده چې کله یومسلمان لمونځ کوي،اودخشوع اوزارۍ په حالت کې وي، په جسم اوبدن کې یې بېلابېل بدلونونه راځي،چې خورا مهم یې د ماغزوپه ټاکلیوځایونوکې دوینې دجریان تنظیم او ترتیب دی.
دغه څېړنه دډاکترنیوبرج (دوړانګوپېژندنې څانګې ـ د وونسیلفیناپوهنتون ـ طبي مرکزـ مرستیال استاد) پرمټ دبېلابېلودینونوپرلمانځه کوونکوچې پرخدای یې ایمان لاره، شوې ده چې د ” ډله ییزګڼلي انځوردفوټونPhoton دوړانګې ډېرې کمې برخې په ځانګېړنه”وړانګوپه کارونګ ترسره شوه،چې ددماغ په ځایونوکې دوینې جریان دفعالیت سره سم څرګندېږي، برنۍ برخه یې (سور) رنګ لري،چې پرډېرچارندتوب ( فعالیت) دلالت کوي او (ژېړ) او(شین) رنګ په کم فعالیت دلالت کوي، لاندې انځوروګورﺉ:
ړومبی انځور:
(دغه او راتلونکی انځورله hamimkhattat@gmail.com څخه ترلاسه کولی شﺉ)

دپورتني انځور(کیڼ) اړخ له فکراولمانځه وړاندې دماغ ښیي، او(ښی) اړخ یې د لمانځه په دوران کې ددماغ حالت څرګندوي،چې په لمانځه اوفکرکولوکې دوینې جریان په دماغ کې څرګندوي،چې دټنډې په مخکېنۍ برخه کې زیاتیږي.
د ټنډې یاسرمخکېنۍ یابرنۍ برخه Frontal Lobe چې په انسان اوشخصیت کې یې دعوطفواواغېزو د مهارول اوکنټرول دنده پرغاړه لري، اوهمدارنګه دحسي مهارتونواوپېچلیوخوځښتونوپه زده کړه کې خورا ډېرارزښت لري.

علمي مصطلحات:
– Meditation: تفکر او تامل
– Frontal Lobe: دسریاټنډې مخکېنۍ یا بره برخه
– Parietal Lobe: دېوال ډوله مخکېنۍ یابره برخه

دوهم انځور: ( دواړې برخې)

په دوهم انځورکې ددېوال ډوله مخکېنۍ برخې په ځای کې چې انسان یې د مهال اوځای بریدونودرک کوی، دوینې رالوېدل څرګندوي،له دې پایلودا لنډیزلاسته راځي،چې دخدای (جل جلاله) په وړاندې دتفکراوتدبراوپوره توجه پرمهال پرخپل ځان د پوهېدنې درک بریدونه ورکېږي، اوکله چې انسان خدای (جل جلاله) ته نېژدې وي، دیوډول آرامۍ او آزادۍ شعورورته پیداکېږي.
Powerful, spiritual force that seemed to lift you out of yourself.

اوخپل ځان په داسې لوړوخانوکې احساسوي،چې ستاینه یې په خوله نه شي کېدی.

ډېرداسې قرآني آیتونه شته چې دلمانځه، خشوع،او دخدای تعالی دذکراهمیت راپه ګوته کوي.
بې شکه قرآن کریم دصبراولمانځه ترمنځ تړاوپیداکړی،چې دناجدیت په اهمیت اوګټه ټینګارکوي، الله تعالی فرمایې 🙂 وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ) اومرسته وغواړﺉ (په هره سختۍ کې له خدایه) په صبراو لمانځه سره اوپه رښتیا دا لمونځ خامخاډېردروند دی مګر( نه دی دردوند په عاجزي کوونکو(خوند اخیستونکوله طاعته). د البقرې سورت ۴۵ م آیت.
اوځینې داسې آیتونه دي،چې دډاډاو اطمنان اولمانځه ترمنځ تړاو ښیی، خدای پاک مهرباني کوي:
(فَإِذَا اطْمَأْنَنْتُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا)کله چې آرام او ډاډه شوﺉ، نوخپل لمونځ اداکړﺉ، بېشکه چې لمونځ پرمُؤمنانوپه ټاکلیووختونوکې فرض کړی شوی. د النساء سورت ۱۰۳م آیت.
اونورآیتونه دلمانځه او خشوع ترمنځ تړاو راپه ګوته کوي لکه دخدای دغه قول : (قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ، الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ) په رښتیا مُؤمنان بریالي دي، هغه (مُؤمنان) چې په خپلولمنځونوکې عاجزي کوونکي دي . د المؤمنون سورت ۱،۲ایتونه.

پایلې:
>>>

له قرآني آیتونواوعلمي څېړنود مسلمان په ژوند کې د لمانځه ارزښت څرګندیږي،په ځانګړې توګه په لمانځه کې خشوع، اودخداي په یاد اوذکرکې د ډاډ او اطمینان اهمیت او ارزښت، له دې لامله دلمانځه دنه کولو پرجدیت داسلام دډېرټینګارحکمت رابرسېره کېږي. که چېرې دلمانځه پرمهال آن د نامسلمانوخلکوپه نسبت تجربې ددماغ استقرارڅرګندوي،چې دوی په لمانځه کې قرآن کریم هم نه وایې، دهغه چابه څه حال وي چې لمونځ کوي اوپه لمانځه کې یواځې خدای ته په ټولوحواسواو اندامونومتوجه وي اودخدای پاک اغېزناکه کتاب لولي؟ بېشکه ډېربه ډاډه،ټینګ او په استقرارکې وي!
اوددغه لاندې آیت یادونه کووچې خدای تعالی ته د اطاعت او امرمنلو(خشوع اوتوجه اودخپل زړه تصفیه او پاکي او ټول څیزونه خدای ته سپارلو ) په ارزښت ټینګارکوي ‎، وایې: (حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ): د البقرې ۲۳۸م آیت .
همدارنګه دسیدنا ابراهیم (علیه السلام) د دعاء یادونه کوو: (رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلَاةِ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاءِ رَبَّنَا اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ الْحِسَابُ ) .
——————-
مراجع :
قرآن کریم

مخکنۍ لیکنه
خوست کې نژدې ۱۰۰ مړي ډله‌ییز قبر کې موندل شوي
بله لیکنه
ګلبدن بېګم؛ مکې ته د یوې زړورې مغولي شهزادګۍ سفر

ځواب دلته پرېږدئ