تاریخ

ګلبدن بېګم؛ مکې ته د یوې زړورې مغولي شهزادګۍ سفر

د ۱۵۷۶ کال مني کې یوه ورځ د مغلو شهزادګۍ مکې او مدینې ښار ته په یوه بې ساري سفر کې د سلطنتي کورنۍ د ښځو د یوې ډلې مشري کوله.

دا د هند په مغلي حکومت کې لومړی ځل و چې، یوه ښځه حج ته چې د اسلام دین پنځم رکن دی ځي.

هغه مهال د مغلولي امپراتورۍ د بنسټ ايښودونکي بابر لور ګلبدن بېګم ۵۳ کلنه وه. نوموړې د سلطنتي کورنۍ له ۱۱ نورو ښځو سره یو ځای خپل سفر پیل کړ، چې شپږ کاله یې ونیول.

تاریخ پوهان وايي، د دې سفر جزیات د تاریخ له حافظې ورک شوي، د دوی په وینا دا جزیات ښايي د هغو نارینه تاریخ پوهانو له خوا په لوی لاس نادرکه کړل شوي وي، چې سفر کې د ښځو په “حرمت او حیا ” ساتلو عقیده لري.

مکې ته د ګلبدن سفر د زړورتیا او مهربانۍ تر څنګ د بغاوت په مانا هم تعبیر شوی.

لیکوال او تاریخ پوه روبي لال په خپل کتاب (واګا بونډ پرېنسس) کې د ګلبدن د دې سفر په اړه لیکل کړي.

دا کتاب تازه په هند کې خپور شوی او تمه ده، چې راتلونکې مباشت په نړیواله کچه هم خپور شي.

که څه هم ګلبدن د مغولي امرپراتورۍ لومړنۍ او یوازینۍ تاریخ لیکونکي ده، چې د خپل ژوند تجربې یې په (همایون نامه) کې لیکلي خو په دې کتاب کې د هغې د سفر په اړه بشپړ مالومات نشته او د کتاب ځينې پاڼې یې ورکې شوې دي.

لال چې په خپل کتاب کې د دې مغولي شهزادګۍ د سفر په اړه ځینې په زړه پوري مالومات راټول کړي وايي: ” ګلبدن په هغه وخت کې لیکل کول چې د تاریخ لیکونکو لپاره دا معموله خبره وه چې د سلطنتي کورنۍ د غړو له خوا لیکل شوي آثار رانقل کړي او د استناد په توګه یې وکاروي، خو د هغې د کتاب یوه بشپړه نسخه هم نه ده موجوده.”

لال زیاتوي: ” د یوې ځواکمنې ښځې د لوی سفر په اړه د دومره درنې خاموشۍ تر شا به ډېرې خبرې وي.”

مغلي امپراتوري

ګلبدن په ۱۵۳۲ کال کې د بابر له درېمې ښځې دلدار بېګم زېږېدلې ده. د هغې د زېږېدو پر مهال یې پلار ترې په مایلونو واټن لیري د هند په نیولو پسې وتلی و.

شهزادګۍ د خپل پلار په لنډ لیده کاته عادت شوې وه، او دې بېلتون یې د کورنۍ د ځواکمنو غړو لکه پلار، ورور همایون او بیا وراره اکبر سره د نوموړې اړیکې هم اغېزمنې کړې وې.

د کورنۍ نارینه و به یې د خپلې امپراتورۍ د پراخولو لپاره خونړۍ جګړې کولې او ډېره موده به له کور او کورنۍ لیري وو، ځکه ګلبدن د بابر د مور، مېرمنو، خویندو او تریندو په ګډون د پیاوړو ښځو په منځ کې رالویه شوه.

دوی په دربار کې مهم رول لوبولی او د مغلي امپراتورۍ د پاچاهانو او شهزادګانو د باوري سلاکارانو په توګه یې کار کاوه.

د وړې شهزادګۍ ماشومتوب هم له خوځښته ډک و. په شپږ کلنۍ کې لومړنۍ مغلۍ شوه، چې وروسته له هغې یې له کابله اګرې ته سفر وکړ چې پلار یې دا سیمه ونیوله.

آغلې ګلبدن وروسته له هغې خپل د ماشومتوب ټاټوبي کابل ته راستنه شوه، چې کورنۍ یې د افغانستان پاچا شیر شاه سوري له خوا له هنده وشړل شوه.

دې سفرونو میاشتې دوام وکړ، ګلبدن او د سلطنتي کورنۍ نورو ښځو په صحرا ګانو او غرنیو سیمو کې خیمې وهلې، په اسونو به یې سفر کاوه او په لار کې به یې له هر ډول سخت حالت سره مبارز کوله.

لال وايي: “مغلي ښځو کوچیانې ژوند درلود، له یوه ځایه به یې بل ځای ته سفرونه او مهاجرت کاوه، کله به چې خپلو نارینه و سره جګړې ته تللې په لنډ مهالو پوځي کمپونو کې به اوسېدلې.”

لال وايي، همدا سفرونه د دې لامل شول چې بلاخره ګلبدن د ۱۵۰۰ لسیزې په وروستیو کې له خپل وراره اکبر باچا نه حج ته د تللو اجازه غوښتې وه.

لال په خپل کتاب کې لیکي: “د اکبر تر ټولو لوی ارمان د مغولو د واکمنۍ ټینګول وو او د دې هدف د پورته کولو لپاره هند ته روان شو. هغې ځان د یوه سپیڅلي او معصوم شخصیت په توګه یاد کړی و.”

نوموړی لومړی مغل واکمن و، چې امر یې وکړ او ټولې مغلي ښځې یې په کور کینولې او حرمسرا کې یې خوندي کړي.

لال لیکي: “دې ځای ته به یوازرې امپراتور ورتلی شوای، دا د ډېرو معتبرو او هغو ښځو د ساتلو ځای و چې د چا پرې لاس نه و لګېدلی.”

دا حالت د ګلبدن د ناکرارۍ لامل شو، نو ځکه یې د ۱۵۷۶ اکټوبر کې د سلطنتي کورنۍ له ځینو ښځو سره مکې ته د سفر نیت وکړ. اکبر باچا ته یې ووبل چې د خدای په نامه یې نذز په غاړه اخیستی چې باید یې ترسره کړي.

مغلي واکمني

دې ښځو ځان سره د خیرات لپاره ګاڼې، سره او سپین زر او نغدې پیسې هم واخیستې او روانې شوې.

لال لیکي: “ښځې او نر، ځوانان او زاړه ټول د دې ښځو د وتلو شېبې لیدو ته په کتارونو کې ولاړ وو.”

خو دا سفر له پیله له خطرونو ډک و. مکې ته وتلې سمندري لاره د پرتګالیانو تر واک لاندې وه، چې د مسلمانانو د کښتیو په سيځلو او لوټلو کې مشهور و. د وچې لار یې هم په همغه اندازه نا امنه وه، اورپکې ډلې پکې وې چې پر مساپرو به یې بریدونه کول.

ګلبدن او وروسره مل ملګرې یې یو کال په دې تمه د سورات بندر کې تېر کړل، چې له پرتګیالیانو د خوندي وتلو لار ولټوي. دوی جدې ته د رسېدو په لار کې څلور اونۍ عرب بهیرې کې تېرې کړې او مکې ته د رسېدو لپاره یې د صحرا په سوځېدونکو شګو کې پر اوښانو سفر وکړ.

خو د ګلبدن د سفر په زړه پورې برخه مکې ته د هغې له سفر وروسته پیل شوه، ځکه چې هغه او ډله یې څلور کاله عربستان کې پاتې شوې.

دلته ګلبدن او ملګرو یې خیراتونه، سکې او نور توکي پر خلکو وېشل، چې د ښار د خلکو د بحث او خبرو موضوع شوه. د مغلو د شهزادګۍ سخاوت او خیر غوښتنې عثماني سلطان مراد په غوسه کړ.

سلطان خپلو کسانو ته څلور پرلپسې امرونه واستول، چې هغې کې یې له عربستانه د ګلبدن او ورسره نورو ښځو د ایستلو امر کړی و.

خو ګلبدن هر ځل له وتلو انکار کاوه.

لال وايي: “دا د یوې مغلې ښځې له خوا د بغاوت ښکاره او بې ساری عمل و. دا ښیي چې ګلبدن د ازادي غوښتنې ته څومره ژمنه وه.”

بلاخره سلطان چې د ګلبدن له انکار په عذاب شوی و، دې یادو ښځو پر وړاندې یې د(نامشروع) اصطلاح وکاروله، چې دا له سپکاوي ډک الفاظ بیا د اکبر باچا د ناخوښۍ لامل شول.

له پنځم فرمان وروسته په ۱۵۸۰ کال کې ګلبدن او ملګرې یې له عربستانه ووتل او ۱۵۸۲ کال کې یې کاروان د فاتح پور سیکري لویدیځ په ۶۰ کیلومترۍ کې خانوا ته ورسېد.

ګلبدن له راستنېدو سره د نواب (حاکم) په توګه تود هرکلي سره مخ شوه او ان د اکبر له خوا بلنه ورکړل شوه چې، د یوازینۍ ښځينه په توګه په اکبر نامه کې ونډه واخلي.

دا د اکبر باچا د واکمنۍ تاریخ و چې پخپله د امپراتور له خوا یې د لیکلو امر شوی و.

خو سره له دې چې د اکبر نامه ټوله برخه مکې ته د ګلبدن سفر ته ځانګړې شوې ده، په عربستان کې د هغې د وخت تېرولو او د سلطان مراد له خوا د غندنې یادونه په دې کتاب او بل هېڅ ځای کې نه ده شوې.

دا مطلب له بي‌بي‌سي راخیستل شوی دی.

مخکنۍ لیکنه
د انسان بدن یولوی اعجاز… د ماغزو توجه او استقرار کې د لمانځه اغېزه
بله لیکنه
تېمور شاه دراني

ځواب دلته پرېږدئ