ځانګړې لیکنې

شمه چې سوځي چېرې ځي؟

ایا کومه ورځ دې پوښتلي…

ښايي د شمې ویلې کېدن او اندازه کمېدل یې هېچا ته مهم نه وي، خو ایا کوم وخت دا پوښتنه درسره پیدا شوې چې ددې عملیې تر شا کوم علمي لامل شته؟ 

کله چې شمه بلېږي شلغه او حرارت یې د شمې ویلې کېدو لامل ګرځي،‌ حال دا چې بله شوې فلیته اوبلن مواد زبېښي چې د بلېدو د دوام لپاره پرې وپايي؛ ځکه نو د فلیتې لنډوالی د بلېدو عملیه ټاکي.

شمه له هایدروجن او کاربون جوړه ده او کله چې شمه سوځي له شمې نه راټوکېدلی هایدروجن او کاربون په هوا کې له موجوده اکسیجن سره د اوکساید کاربون او د اوبو د بخار جوړلو لپاره یوځای کېږي.

نو دقیق علمي حقیقت وايي چې شمه نه تری تم کېږي،‌ بلکې په هوا کې بادېږي او له سوځېدا وروسته په یو ډول ګاز (اوکسایډ کاربون یا د اوبو په بخار) بدلېږي. د هغو بندو خونو (کوټو) د هوا بدلولو سپارښتنه شوې چې شمې پکې بلېږي.

سرچینه:

کله چې شمه سوځي، نو چېرې ځي؟- نیویارک‌ټایمز

مخکنۍ لیکنه
کرېکټ: افغانستان اسټرالیا ته ماته ورکړه
بله لیکنه
دغه خواړه بیا مه ګرموئ!

ځواب دلته پرېږدئ