روغتیا

د ذهن او بدن لپاره د چغندرو پنځه ارزښتناکې ګټې

روغتیا

مايکل موسلی/بي بي سي

پوهېږئ چغندر د نورو خوړو تر څنګ ستاسو د بدن او روغتیا ښه کولو لپاره یو له ښو خوړو کېدای شي.

تر ځمکې لاندې دا بوټی نه یوازې ستاسو ځواک زیاتوي بلکې ستاسو د ذهن په ګړندي کولو کې هم مرسته کوي.

د دې تر څنګ ګڼې نورې ګټې هم لري، لکه په زاړه عمر کې د وینې فشار کنټرولولو او د مغزو سالم ساتل.

ویل کېږي، د بدن لپاره د چغندرو ګټې د پخواني یونان له وخته پېژندل شوي.

خو نوي شواهد د هغو نورې ګټې هم په ګوته کوي، او له همدې امله یې موږ باید په خپل منظم خوراکي رژیم کې شامل کړو.

د بیټالین انټي اکسیډانټ ځواک

روغتیا

د بیټالین په نوم طبیعي رنګونه چغندر ته ژور او قوي رنګ ورکوي او له همدې امله د انټي اکسیډانټ ښه خاصیت لري.

څو کاله وړاندې په ايټاليا کې ترسره شوې يوې څېړنې ښوولې وه، چې چغندر د کولمو سرطاني حجرې له منځه وړي.

خو بیټالین د هغه یوازینی جادويي ځواک نه دی.

که څه هم د نایټرېټ ډېر لګښت ښه نه دی، خو کله چې موږ په سبزیو لکه چغندرو کې طبیعي نایټرېټ خورو، دا د روغتیا لپاره ګټور دي.

چغندر د نایټرېټ له اړخه ښه بډای دي. کله چې موږ چغندر خورو، زموږ په خوله کې بکتریا د نایټرېټ په نایټریک اکسایډ بدلولو پیل کوي، یو پیاوړی عنصر چې پر بدن ډېری ګټورې اغېزې لري.

په کافي اندازه نایټریک اکسایډ د جنسي پیاوړتیا لپاره هم اړین دی، او د روميانو او چغندر کارول دا تاییدوي.

د زړه او وینې پر فشار د چغندر اغېزې

روغتیا

که هره ورځ د چغندر جوس وخوړل شي، د وینې په فشار یې اغېز لیدل کیدای شي.

یوې څېړنې ښوولې، که د څو اونیو لپاره هره ورځ دوه چغندر وخوړل شي، د وینې فشار په اوسط ډول تر پنځو ملي مترو راټیټېږي.

پروفیسور انډي جونز وايي: “د چغندر خوړل یقینا د وینې فشار ټیټوي.”

دی زیاتوي، که دا کمښت همداسې دوام وکړي، د زړه حملې خطر لس سلنه کمولو لپاره کافي دی.

طبي کارپوهان وايي، که ټول وګړي دا چاره ترسره کړي، د زړه حملې په څېر پېښو کې به د پام وړ کمښت راشي.

څېړنو دا هم څرګنده کړې، د چغندر له خوړلو څو ساعته وروسته د وینې په فشار کې د دې اغېز له ورایه څرګندېږي.

چغندر د دماغ لپاره یو له غوره خوړو څخه دی

روغتیا

چغندر زموږ دماغ ته د وینې جریان په زیاتولو کې هم مرسته کولای شي.

یوې څېړنې ښوولې، که موږ د ورزش ترڅنګ د چغندرو جوس وخورو، دا کولای شي د دماغ په هغه برخه کې اړیکې ډېرې کړي چې زموږ د بدن حرکتونه کنټرولوي. دا چاره کولای شي د مغز همدا برخه، د یوه ځوان او بالغ انسان په څېر کړي. په بله وینا د چغندرو جوس ستاسو دماغ ځوان ساتلو کې مرسته کوي. او دا ښايي د وینې فشار د ښه والي له امله وي.

د څېړنې له مخې، د چغندرو جوس څښل د پریفرنټ کورټیکس (د دماغ ترټولو پرمختللې سیمه) ته د وینې جریان ډېروي، چې ذهني وړتیا لوړوي.

په خوله کې د بکتریا توازن ښه کوي

روغتیا

څېړنې ښیي، لس ورځې، په ورځ کې دوه ځله د چغندرو جوس څښل په خوله کې د بکتریا توازن ښه کوي.

څېړونکو په حیرانتیا سره، د څېړنو په بهیر کې د بکتریا په توازن کې بدلون لیدلی دی.

دا د هغو بکتریايي ناروغیو چې د خولې خوړېندو او سوزش لامل کېږي په کمولو کې مرسته کوي.

د وجود فزیکي حالت ښه کوي

انډي جونز وايي، “ښايي د نایټریک اکسایډ اغېز دا وي چې عضلات ډېر اکسیجن ترلاسه کړي او ستاسو بدن ښه کار وکړي.”

په ۲۰۰۹ کال کې یوې څېړنې وموندله، هغه ورزشکاران چې د چغندرو جوس څښي کولای شي د تمرین پرمهال د دوی برداشت ۱۶ سلنه ډېر کړي.

روغتیا

نایټریک اکسایډ د تمرین پر مهال د اکسیجن مصرف کمولو کې هم مرسته کوي، څېړنې دا هم ښوولې چې د ستړیا کچه کموي.

د ورزشکارانو په اند، دا څېړنه یو لوی بریالیتوب و. په ۲۰۱۲ کال کې د لندن د اولمپیک او پارالمپیک لوبو څخه مخکې، د چغندرو جوس په لندن کې په اسانۍ سره نه موندل کېده، ځکه نژدې ټول ورزشکاران یې په لټه کې وو.

څنګه باید وخوړل شي؟

په ۲۰۱۲ کال کې یوې څېړنې وموندله، هغه خلک چې چغندر یې خوړلي وو، د پنځو زرو مترو په واټن کې د هغو کسانو پرتله چې چغندر یې نه وو خوړلي، پنځه سلنه ګړندي و.

اوس که موخه د سپورتي فعالیتونو ښه ترسره کول وي، د داسې لوبې له پیله څومره وخت مخکې باید چغندر وخوړل شي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې انډي جونز وايي، “نژدې دوه تر درې ساعته مخکې، ځکه نایټرېټ په وینه کې د منحل کېدو لپاره یو څه وخت ته اړتیا لري.”

روغتیا

څه باید وشي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د چغندرو ګټور مواد له منځه نه ځي؟

د انډي جونز بله لارښونه دا ده چې د چغندرو پخولو په وخت کې احتیاط وکړئ او هغه اوبه مه غورځوئ چې پکې جوش شوي وي، ځکه نایټرېټ په اوبو کې حل کېږي.

روغتیا

له همدې امله، که اوبه یې وغورځول شي، ډېری نایټرېټ به مو له لاسه ووځي او پوره ګټه به ترلاسه نه کړئ.

که غواړئ چې له چغندرو ډېرې روغتیايي ګټې تر لاسه کړئ، غوره ده، چې خام یا جوش کړي یې وخورئ یا یې هم جوس وڅښئ.

دا مطلب د بي بي سي پښتو وېبپاڼې دی.

مخکنۍ لیکنه
قزاقستان کې د حجاب لپاره مبارزه
بله لیکنه
د عثمان بن عفان (رضي الله عنه) بانکي اکونټ!

ځواب دلته پرېږدئ